1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د زورزیاتي کمولو اوونۍ تر ډیره حده آرامه تیره سوې

۱۳۹۸ اسفند ۹, جمعه

د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون یوه اندازه نورهم رانژدې سوی دی: افغان چارواکو او عامو افغانانو ویلي، چی د «تشدد کمولو» اوونۍ تراوسه پوري آرامه تیره سوې. امریکا د طالبانو سره هغه د تړون د امضأ کیدو یو شرط ایښی وو.

https://p.dw.com/p/3Yayy
Afghanistan Chost | Bewohner in Chost feiern Waffenstillstand mit Taliban
انځور: DW/F. Zahir

د بلخ ولایتي شورأ ویلي، چي په ناارمه ولایت بلخ کي مثلاً په تیرو شپږو ورځو کي پر امنیتي قواوو باندي یوازي دوې حملې تر سره سوي دي. تر دې دمخه هلته هره ورځ څو حملې تر سره کیدلې.

د شرقي ولایت ننگرهار څخه د ولایتي شورأ یوه وکیل ویلي دي، چي په دغه اوونۍ کي هلته یوه حمله هم نه ده سوې. یوه میاشت دمخه هلته هره اوونۍ د امنیتي قواوو تقریبأ ۲۰ کسان وژل کیدله.

د امريکا متحده ايالاتو او طالبان د ۲۰۱۸ م کال د جولای میاشتي راهیسي د افغانستان د قضیې د یوه سیاسی حل پر سر مذاکرات سره کوي. د افغانستان جنگ د امريکا متحده ايالاتو له پاره تر ټولو اوږد جنگ دی. همدا تازه امریکا د طالبانو سره د تشدد کمولو یوې اوونۍ پرسر موافقه وکړه، کومه چي تیره شنبې ورځ (د فبرورۍ میاشتي ۲۲ مه)  پیل سوه.

د واشنگټن څخه ویل سوي دي، چي که چیري دغه اوونۍ ښه او بې له خشونت څخه تیره او هم طالبان پر خپلو جنگیالیو باندي د کنټرول او سولي اراده ولري، نو سبا د شنبې ورځ (د فبرورۍ میاشتي ۲۹ مه) به د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ یو تړون امضأ سي.

Afghanistan Dorfbewohner auf einem Markt in Khogyani
انځور: DW/Ali M Latifi

تر یونیم کال اضافه معامله سوي تړون پراساس به د افغانستان څخه د امریکايي قواوو وتل شروع سي. د دې په مقابل کي بیا طالبان باید دا تضمین ورکړي، چي افغانستان د ترهگرانو په اطمیناني مرکز باندي تبدیل نه سي او هم د کابل د حکومت سره د سولي خبري اتري پیل کړي.

په همدې حال کي د افغانستان ډیراوسیدونکي په مسجدونو کي د سولي په خاطر دعاوي کوي. هیڅوک په اوس حالت او دغه اوونۍ کي د حکومت او یا امريکا متحده ايالاتو د بمباریو څخه په بیره کي نه دي.