1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د شانگهای د سازمان څارونکی غړی شو

۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د شانگهای غړو د پنجشنبې په ورځ وویل چې افغانستان ئې د دغه سازمان د څارونکي غړي په توگه او ترکیه ئې د دې سازمان د خبرو اترو د شریک په توگه منلي دي. د شانگهای غړي غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/159ve
انځور: picture-alliance/dpa

همداراز ویل شوي دي چې چین د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه دې هیواد ته د گازو د پایپلاین د غځولو پر موضوع باندې هم څیړنې کوي.

د چین ولسمشر هوجین تاو، د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د شانگهای د سازمان اصلي غړو هیوادونو افغانستان د خپل څارونکي غړي په توگه منلی دئ. هغه همداراز زیاته کړه چې د دې سازمان غړو پریکړه کړې ده چې پخپل منځ کې به اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.

شانګهای د افغانستان په ثبات کې مرسته کوي

د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غونډې په څنډه کې ولسمشر کرزي وویل چې «چین کولای شي چې افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې سره نزدې کړي.»

چین او د منځنۍ اسیا نور دولتونه اندیښنه لري چې له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره په نوموړي هیواد کې ښایي «امنیتي تشه» رامنځ ته شي او د ټولې سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.

په همدې وجه د شانګهای د همکارۍ سازمان غواړي چې افغانستان ته د همکاری لاس اوږد کړي. افغانستان تر اوسه پورې د دغه سازمان غړی نه دﺉ. په همدې وجه د دغه سازمان په روانه سرمشریزه کې، افغانستان ته د څارونکي مقام منل کیږي.

خو چین له دې څخه هم یو قدم وړاندې ایښی دﺉ. د دغه هیواد ولسمشر هو جینتاو د کمونست ګوند له ورځپانې «د چین ولسي جمهوریت» سره په مرکه کې وویل چې چین غواړي په افغانستان کې یو ستر نقش ولوبوي. افغان ولسمشر حامد کرزي چې د شانګهای د همکارۍ کنفرانس ته د میلمه په توګه بلل شوی دﺉ د چین محصلینو ته په خپله وینا کې د دواړو هیوادونو د همکاریو پر جزئیاتو باندې خبرې وکړي:

«موږ له ولسمشر هو جینتاو سره پر یوه موافقه باندې کار کوو چې زموږ د هیوادونو د راتلونکي ستراتیژیک مشارکت له پاره به بنسټ جوړ کړي.»

دا چې دا مشارکت به څه ډول وي لا تر اوسه پورې سمه روښانه نه ده. د چین د بهرنیو چارو په وزارت کې سمدلاسه یوازې له افغانستان سره د اومو موادو د استخراج، انرژۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې د همکاریو د پراخولو خبرې کیږي. د افغانستان په امنیتي ساحه کې چین تر اوسه پورې کوم ډیر زیات مهم نقش نه دئ لوبولی. چینایي کار پوهان په دې نظر دي چې په دې اړه ښایي په راتلونکې کې هم ډیر زیات بدلون رامنځ ته نه شي.

دغه راز په افغانستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان راتلونکی نقش هم روښانه نه دئ. دغه سازمان چې چین او روسیه او د منځنۍ اسیا شپږ جمهوریتونه ئې غړي دی لا تر اوسه پورې په خپلمنځی همکاریو کې هم پاتې راغلی دئ. د هغوی د همکارۍ ساحه اوس یواځې دریو برخو ته توجه لري چې ورباندې ئې د « شرارتونو» نوم ایښی دئ. دا درې برخې ترهګري، افراطیت او جلاغوښتنې دي. د دغو درو واړو پر ضد د مبارزې له پاره د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړو دولتونو څو ځله گډي پوځي ازموینې تر سره کړې دي.

خو دا چې د شانګهای سازمان دې د ناتو په څیر پر یوه پوځي پیمان باندې بدل شي، ګمان نه کیږی. د چین د چارو کار پوه لیو وایمی، وایي چې چین داسې یو څه نه غواړي:

«د شانګهای د همکارۍ سازمان د ګډې همکارۍ پر بنسټ د سولې، پرمختیا او د شخړو د حل غوښتونکی دئ. د دغه سازمان بنسټ لیک له یو دریم هیواد سره د پوځي مقابلی له پاره اجازه نه ورکوي. نو له دې کبله دا سازمان هیڅکله پر یوه پوځي پیمان نه شي بدلیدای.»

خو کیدای شي چې د شانګنهای د همکارۍ د سازمان په بهرني سیاست کې افغانستان په یوه ازموینه بدل شي. تر کومه ځایه چې خبره په چین پوري اړه لري، افغان ولسشمر حامد کرزی لا مخکې ویلی دي چې چین کولای شي چې پاکستان او افغانستان سره نزدې کړي:

«موږ په دې باور یو چې چین د تروریزم او افراطیت پر ضد په مبارزه کې د پاکستان او افغانستان د نزدی کولو له پاره د یوې فضا په جوړولو کې یو مهم نقش لوبولای شي.»

ویل کیږي چې د فبروري په میاشت کې پیکینګ د افغانستان او پاکستان استازي د یو دیالوګ له پاره بللي ول چې د طالبانو پر موضوع خبرې وکړي. دا لومړی ځل وو چې چین په ښکاره ډول په افغانستان کې د ثبات د تینګښت له پاره له ځان څخه لیوالتیا ښکاره کړه. کیدای شي چې په راتلونکې کې دغه شان هڅې نورې هم زیاتې شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش