1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د شفافيت په درجه بندۍ کي ۴ درجې مخته شوی

۱۳۹۵ بهمن ۶, چهارشنبه

د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۶م کال د فساد شاخص په درجه بندۍ کې افغانستان څلور درجې رامخته شوی دی. دغه سازمان په عین وخت کې خبرداری ورکړی دی چې د عوامپاله مشرانو تر واکمنۍ لاندې هیوادونو کې فساد ډیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/2WLrk
Symbolbild Afghanistan Korruption
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د شفافیت نړیوال سازمان یا ترانسپیرنسي انټرنېشنل د ۲۰۱۶م کال فساد شاخص خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې هغه هیوادونه چې مشري یي عوامپال او مطلق العنانه مشران کوي «د دې پر ځای چې د رفاقتي سرمایه داري نظام پر ضد مبارزه وکړي، دغه مشران زیاتره مهال د فاسد سیستم آن تر هغې خراب شکل رامنځ ته کوي.»

د دغه گروپ د بورد مشر یوزه اوگاڅ، د هنگري او ترکیې په شان هیوادونو ته اشاره کړې ده. د هغه په خبره په وروستیو کلونو کې د دغو هیوادونو نمرې د مطلق العنانه مشرتابه تر واکمنې لاندې راکمې شوي دي، په داسې حال کې چې بیا ارجنتاین چې عوامپاله حکومت یې لیري کړ په درجه بندۍ کې ښه والی راغلی دی.

د افغانستان په وضعیت کې ښه والی راغلی

افغانستان چې په تیرو کلونو کې په نړۍ کي د وروستیو درو فاسدو هیوادونو په درجه بندۍ کې ځای درلود اوس څلور درجې رامخته شوی دی. که څه هم افغانستان څلور درجې رامخکې شوی دی، خو لا هم په دغه لېست کې ۱۶۹ ځای لري.

تر ټولو غوره لس هیوادونه

دغه رپوټ چې د کارپوهانو د نظریو پر مټ جوړ شوی دی، په کلني رپوټ کې ډنمارک او نیوزیلنډ په لومړي سر کې دي. تر هغو وروسته بیا فنلد، سویډن، سویس، ناروې، سنگاپور او کاناډا دي. لسم مقام بیا آلمان، لوکسمبورگ او بریتانيا خپل کړی دی. امریکا متحدو ایالاتو بیا اتلسم ځای خپل کړی دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵م کال کې یې ۱۶ مقام درلود.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ټولو ۱۷۶هیوادونو له ډلې څخه کابو ۷۰ هیوادونو د ۱۰۰ نمرو له مقیاس څخه تر ۵۰ کمې اخیستي دي. د دغه مقیاس له مخې کوم هیواد چې صفر نمره ولري تر ټولو فاسد هیواد دی او کوم چې ۱۰۰ نمرې ولري نو له فساد څخه پاک هیواد شمیرل کیږي.

په دې ترتیب نیوزیلنډ او ډنمارک ۹۰ نمرې لري په داسې حال کې چې سومالیا بیا د لسو نمرو په لرلو سره په دغه درجه بندۍ کې تر ټولو په فاسد کي ډوب هیواد دی. افغانستان بیا ۱۵ نمرې لري.

په دغه درجه بندۍ کې چې کوم هیواد تر ټولو زیاتې نمرې له لاسه ورکړي او شا ته شوی دی، قطر دی. دغه هیواد چې د ۲۰۲۲م کال له پاره د فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربه توب پر غاړه لري د ساختماني چارو له میلمه کاریگرو سره له بشري حقونو څخه د سرغړوني تورونه پرې لگول شوي. دغه هیواد لس نمرې له لاسه ورکړي او له ۲۱ ځايه څخه ۳۱ ته رسیدلی دی. خو د دغه سازمان په وینا د قطر حکومت په تیر وخت کې د فساد پر ضد مبارزې اراده څرگنده کړې ده.

نور مطالب: