1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان د شل اوریزو لوبو په درجه بندي کې اتم ځای خپل کړ

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د کریکټ په نوې درجه بندي کې افغانستان په شل اوریزو لوبو کې تر سریلانکا مخکې شوی او اتم ځای ته پورته شوی دی. په یو ورځنیو لوبو کې بیا افغانستان په لسم ځای کې دی او په تست لوبو کې لا په درجه بندي کې نه دی شامل شوی.

https://p.dw.com/p/2x2JA
Cricket World Cup 2015 Afghanistan Schottland Shapoor Zadran
انځور: Getty Images/William West

د کریکټ نړیوال شورا د مې مياشتي پر دویمه نیټه خپله درجه بندي تازه کړه چې د بیلابیلو هیوادونو په پاینتونو کې له بدلون راتلو سره د هیوادونو په مقامونو کې هم بدلون راغلی دی.

افغانستان په شل اوریزو لوبو کې د ۸۷ پاینتونو په لرلو سره تر سریلانکا چې ۸۵ پاینتونه لري مخکی شوی دی. تر دې مخکې سریلانکا په دې جدول کې تر افغانستان مخکې وو. د شل اوریزو لوبو د جدول په سر کې استرالیا په ۱۲۶ پاینټونو، دویم ځای هندوستان په ۱۲۳ پاینټونو او دریم ځای په ۱۱۶ پاینټونو سره نوي زيلاند ته ورکړل شوی دی.

د جدول تر خپریدو وروسته د افغانستان کریکټ بورد پر خپله فیسبوک پاڼه باندې لیکلي دي: «په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان لاسته راوړنې د دې ښکارندويي کوي چی د افغانستان کريکټ بورډ په هغه ستراتیژیک پلان کې بریالی روان دی چې له ۲۰۱۷م کاله تر ۲۰۱۹م کال له پاره جوړه شوی دی.»

په پنځوس اوریزو یا یو ورځینو لوبو کې که څه هم د افغانستان په درجه بندي کې بدلون نه دی راغلی، خو بیا یې پاینټونه ډیر شوي او له مخکینۍ لوبډلې سره یې توپیر کم شوی دی. د افغانستان کریکټ بورډ په دې اړه لیکلي دي: «د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې د افغانستان او نهم مقام لرونکي ویست انډیز ترمنځ اوس یوازې ۶ نمرې توپیر دی، چې پخوا ۲۵ نمرې وو.»

په یو ورځینو لوبو کې افغانستان ۶۳ پاینټونه لري او ترې دوې مخکي لوبډلې ویست ایندیز ۶۹ او سریلانکا بیا ۷۷ پاینټونه لري. په دې ترتیب سره نو که افغانستان په راتلونکو یو ورځینو لوبو کې ښه وځلیږي نو په دې جدول کې یې هم د پورته کېدو امکان شته.

د یو ورځنیو لوبو د جدول په سر کې بیا هندوستان دی چې ۱۲۲ نمرې لري. په دویم ځای کې سویلي افریقا له ۱۱۳ نمرو سره او په دریم ځای کې نوی زیلاند له ۱۱۲ نمرو سره راغلي دي.