1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان د «صحرا» ۲۰ اوریزو سیالیو اتل شو

۱۳۹۵ بهمن ۲, شنبه

د عربي متحده اماراتو په کوربه توب د صحرا ترنامه لاندې د ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو چې پکې اتو لوبډلو برخه اخیستې وه، افغانستان په پایلوبه کې ایرلینډ ته په سختې ماتې ورکولو سره اتلولي په خپل نامه کړه.

https://p.dw.com/p/2WAXU
Cricket Afghanistan - British West Indies
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

د کرکټ په دې سیالیو کې د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هیوادونو له ډلې څخه د افغانستان سربیره سکاټلند، ایرلینډ، هالنډ، نیمیبیا، عمان، هانګ کانګ او د کوربه متحده اماراتو ملي لوبډلو ګډون درلود.

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۰مه نېټه) د دې سیالۍ په پایلوبه کې افغانستان د ایرلینډ سره مخامخ شو. ایرلینډ هم په نړیواله کچه یو له غښتولو لوبډلو څخه شمارل کیږي او په لومړي سر کې داسې انګیرل کیدل چې ایرلینډ به د افغانستان له پاره لوی هدف وټاکي. خو د افغان بالرانو توپ اچونکو ښې توپ اچونې د ایرلینډ لوبډله له ستونزو سره مخ کړه.

ایرلینډ لوبډله په ۱۳ اورونو کې یوازې د ۷۱ منډو په اخیستو سره ټوله وسوځیده او افغانستان ته یې د ۷۲ منډو هدف وټاکه. د افغانستان له خوا محمد شهزاد او نوروز منګل د لوبي میدان ته راغلل او یاد هدف یې یوازې په ۷ اورونو او ۵ توپونو سره پوره کړ. د یادونې وړ ده چې په دې لوبه کې محمد شهزاد ډیره تیزه لوبه وکړه او په ۴۰ توپونو یې نیمه سلیزه هم پوره کړه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي وټاکل شو چې په خپلو دوو اورونو او دوو توپونو یې د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځل. هیره دې نه وي چې د صحرا د سیالۍ غوره لوبغاړی هم محمد نبي وټاکل شو.

بل لوري ته دغه لوبه د افغانستان د کرکټ لوبډلې د پخوانې مشر او تکړه لوبغاړي نوروز منګل وروستی لوبه وه. نوروز منګل په دې وروستیو د کرکټ بورډ لخوا د لوبډلې د غوراوي د کمیټې د مشر په توګه ټاکل شوی او له ملي لوبډلې یې استعفا کړې.

د دې لوبې د لیدو له پاره په متحده اماراتو کې میشت افغانان د خپلې لوبډلې د تشویق له پاره لوبغالي ته ورغلي وو. د فرانسې خبري آژانس په حواله په متحده عرب اماراتو کې میشت کابو ۱۵ زره افغانان د دې لوبې د لیدو له پاره په لوبغالي کې وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.09.2013):