1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د فوټبال په آسیایي جام کې د برخه اخیستو چانس لري»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۲۲, جمعه

د آسیا د فوټبال د فدراسیون مشر د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان د فوټبال لوبډله په راروان آسیایي کپ کې د لوبې چانس لري. افغانستان د چهارشنبې په ورځ هندوستان ته ماتې ورکولو سره د سویلي آسیا د د فوتبال اتل شوو.

https://p.dw.com/p/19h5T
د اسیا د فوټبال د فدراسیون مشر شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه
د اسیا د فوټبال د فدراسیون مشر شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفهانځور: Vincent Thian/picture alliance/AP Photo

د اسیا د فوټبال د فدراسیون مشر شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه، ویلي دي چې اوس افغانستان اسیایي کپ ته د لارموندنې په سیالیو AFC Challenge Cup)) کې یو له پیاوړو لوبډلو څخه شمیر کیږي. افغانستان د چهارشنبې په ورځ په نیپال کې د سویلي اسیا هیوادونو د جام له ګټلو سره د فوټبال په برخه کې د نړیوالو پام ځان ته راواړوه.

آسیایي کپ ته د لارموندنې لوبې به په راروان کال کې په مالدیو کې ترسره شي. دغه لوبې د هغو اسیاسي هیوادونو تر منځ تر سره کیږي چې د Emerging Associations یا «د ودې په درشل کی هیوادونو» په نوملړ کې شامل شوي دي. په دغه ډله کې افغانستان، بنگلدیش، بوتان، کمبودیا، پاکستان، سریلنکا او یو شمیر نور هیوادونه شامل دی.

افغانستان د سویلي اسیا هیوادونو په جام کې له بوتان، سریلانکا، نیپال او هندوستان څخه لوبې وگټلې او یوازې د مالدیو پر وړاندې یې لوبه مساوي شوه.
افغانستان د سویلي اسیا هیوادونو په جام کې له بوتان، سریلانکا، نیپال او هندوستان څخه لوبې وگټلې او یوازې د مالدیو پر وړاندې یې لوبه مساوي شوه.انځور: GoalNepal

که افغانستان دغه سیالۍ وگټي نو په استرالیا کې د آسیایي هیوادونو د ۲۰۱۵ کال لوبو ته به لاره پیدا کړي. د آسیا د فوټبال د فدراسیون مشر وویل: «د سویلي آسیا هیوادونو په جام کې د افغانستان بریا، آسیایي جام ته د لارموندنې په سیالي کې ښکیلې ډلې [د بایللو] له گواښ سره مخامخ کړي دي.»

افغانستان د سویلي اسیا هیوادونو په جام کې له بوتان، سریلانکا، نیپال او هندوستان څخه لوبې وگټلې او یوازې د مالدیو پر وړاندې یې لوبه مساوي شوه. تر دې مخکې په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان د همدغو سیاليو په پای لوبه کې هندوستان ته لوبه بایللې وه.

افغانستان په وروستیو وختونو کې د فوټبال په ډگر کې د پام وړ لاس ته راوړنې درلودی. افغان لوبډلې د سویلې آسیا هیوادونو تر جام مخکې په کابل کې د پاکستان ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.

د آسیا د فوټبال مشر ویلي دي: «هغوی [افغان لوبډلې] خپله وړتیا په سیمه ییزه کچه وښودله او زه فکر کوم چې هغوی به په مالدیو کې د پیاوړو لوبډلو په کتار کې وي.»

افغانستان اوس په نړۍ کې د فوټبال د لوبډلو د درجه بندي په نوملړ کې ۱۳۹ ځای لري. ښايي د دغه هیواد له وروستیو بریالیتوبونو سره د فوټبال په نړیوال ډګر کې نور هم مطرح شي. افغانستان د سویلي آسیا د هیوادونو په جام کې هندوستان ته چې شپږ وارې یې دغه جام ګټلی دی په ماتې ورکولو سره خپله وړتیا په اثبات ورسوله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب