1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د لا ډیرو بهرني پوځي روزونکو هرکلی کوي

۱۳۹۵ بهمن ۲۲, جمعه

د افغانستان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ د هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې پکښې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په موخه د لا ډیرو نړیوالو روزونکو غوښتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/2XJ2T
Afghanistan Polizei Ausbildung
انځور: picture alliance/AP Photo

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن، د خپل هیواد د سنا پوځي کمیټې ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغان ځواکوونو د روزني له پاره کافي ځواک په اختیار کې نه لري.

نیکولسن امریکایي قانون جوړوونکو ته وویل چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو د ترسره کولو له پاره کافي ځواکونه په اختیار کې لري خو د افغان امنیتي قواوو د روزنې له پاره د ځواکونو له کمښت سره مخامخ دی.

بله خوا افغان ولسمشر اشرف غني او د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ، تلیفوني خبري کړي دي. دواړه مشران د امنیت، ترهګرۍ ضد عملیاتو او اقتصادي پرمختګ په اړه سره ږغېدلي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیرې، وویل چې لا ډیر ځواکونه به د بیلابیلو یاغي ډلو پر ضد د مبارزې په برخه کې یو «ښه گام» وي. هغه زیاته کړه: «د افغانستان د دفاع وزارت د هري هغې پریکړې ملاتړ کوي چې د افغان او امریکایي حکومتونو تر منځ وشي. دا د ترهګرۍ پر ضد یوه ګډه مبارزه ده او موږ په هیواد کې د ترهګرۍ د ځپلو د هر ممکن اقدام هرکلی کوو.»

ناټو په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې خپله ډیره توجه د افغان ځواکونو روزنې او ترهګرۍ ضد عملیاتو ته اړولې ده. اوس مهال په دې هیواد کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي.  دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۱م کال کې د دغو ځواکونو شمیر ۱۰۰۰۰۰ ته رسید.

وزیري روښانه کړه چې افغان حکومت له امریکا څخه د لا ډیرو تجهیزاتو او روزني غوښتنه کړې ده. خو طالبان چې له ۲۰۰۱م کال راهیسې د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو پر ضد جنګیږي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمیر لوړیدل له امنیت او سولې سره مرسته نه کوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا له یوه خوبه پرته بل هیڅ هم نه دي. موږ په خپل هیواد کې د ډیرو اشغالګرو ځواکونه تجربه کړې ده. دا به له لا ډیري زوروني او تلفاتو پرته بل هیڅ نه وي.»

د امریکا متحدو ایالاتو تر څنګ د ناټو نور غړي هیوادونه هم د افغان ځواکونو د روزنې له پاره په افغانستان کې سرتیري لري. نیکولسن ټینګار کړی دی، حتمي نه ده چې امریکا متحد ایالات دې ټول اضافي روزونکي برابر کړي، بلکي د ناټو نور غړي هم کولای شي چې دغه کار وکړي.

ولسمشر ترمپ به په پای کې په دې اړه پریکړه وکړي چې په افغانستان کې څومره ځواکونه ساتي، ډیروي یې، کموي يې او که په همدې اندازه یې پریږدي. خو هغه لا تر اوسه پورې د افغانستان په اړه خپل دریز نه دی روښانه کړی.

زموږ له ارشيف څخه: