1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی ولسمشر د دوشنبې په ورځ لوړه کوي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۶, یکشنبه

د کابل ښار د لومړي ځل له پاره په سوله ییزه توگه د سیاسي واک د لیږد او د نوې ولسمشر د لوړو د مراسمو له پاره چمتو شوی دی. د افغانستان بېرغونه د ښار پر لویو سړکونو تر سترگو کیږي او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DMHq
انځور: Getty Images/Afp/Shah Marai

د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم په ارگ کې تر سره کیږي. په پام کې ده چې د کورنیو میلمنو تر څنگ به په دغه مراسمو کې ۲۰۰ بهرني میلمانه هم گډون وکړي. ولسمشر حامد کرزی به د دیارلس کلنۍ واکمنې وروسته د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر میاشتې ۲۹مه) واک نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته وسپاري.

نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی او د ملي یووالي د حکومت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله به د خپلو څوکیو لوړه وکړي. په پام کې ده چې دغه دواړه سیاستوال به راتلونکي پنځه کلونه د حکومت چارې پر مخ یوسي. د هغې توافقنامې له مخې چې د ولسمشر او اجرائیوي رئیس تر منځ لاسلیک شوې ده، واک به په مساوي توگه وویشل شي او ښایي د دواړو سیاسي ډلو مخکښې سیاسي څیرې به په نوي حکومت کې ونډه ولري.

له نوي حکومت څخه د افغانستان د خلکو مهمه غوښتنه د امنیت ټینگول دي. د افغانستان اوسیدونکي وایي په هغه صورت کې چې نوی حکومت په دغه هیواد کې د امنیت پر ټینگولو و نه توانیږي، نورو ټاکل شوو هدفونو ته به هم و نه رسیږي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی محمد ناصر وایي: «تر ټولو لومړی امنیت مهم دی، دویم اقتصاد خراب دی، تر څو خلک د کار خاوندان شي. تعلیم هم ډیر اړین دی چې خلک بې تعلیمه پاتې نه شي.»

په افغانستان کې د واک لیږد تل خونړی پاتې شوی دی. د داوود خان تر وژل کیدو وروسته، د خلق او پرچم گوندونو سره تړاو درلودونکي ټول زمامداران له وینې تویدنې سره له واکه لیرې کړای شوي دي. یو شمیر سیاسي ډلو د واک د لاس ته راوړلو له پاره خونړۍ جگړې پر لار اچولي او ویجاړۍ یې رامنځ ته کړي دي.

اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله، تیره اوونۍ د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پر سر توافق وکړ
اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله، تیره اوونۍ د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پر سر توافق وکړانځور: Reuters

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی حاجي رحیم چې ۷۵ کلن دی وایي، تر اوسه یې په یاد نه دي چې په سوله ییزه توگه دې د واک لیږد تر سره شوی وي: «۷۵ کاله عمر لرم، ۳۵ کاله مې په جگړو کې تیر کړل او هیڅ چیرې نه یم تللای. خو دغه بدبختي نوره نه غواړم او له خدایه غواړم چې امن راولي.»

په پام کې ده چې افغانستان به د لومړي ځل له پاره په سوله ییزه توگه د واک لیږد تجربه کړي. د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې دغه مراسم به د تاوتریخوالي ډک پخواني د سیاسي واک انتقال ته بدلون ورکړي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه احمد ضیا رفعت، وایي: «ډاډه یم چې په سوله ییزه توگه د هر واک لیږد به په افغانستان کې دغه کلتور لا پسې بنسټیز کړي.» د ښاغلي رفعت په باور د واک لیږد د افغانستان له پاره ډیر مهم دی او دا ښيي چې دیموکراسي په افغانستان کې پاتې کیدونکي ده.

تل پاتې امنیت او ښه اقتصادي وضعیت هم د سیاسي واک له انتقال سره تړلي دي. د افغانستان نوي ولسمشر ژمنه کړې ده چې د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو له پاره ښه پروگرامونه لري. همداشان اشرف غني احمدزي پانگوال، دې ته تشویق کړي دي چې په افغانستان کې پانگونه وکړي او ویلي یې دي چې افغانستان به پر یوه تجارتي هیواد واړوي.

د پوهنې پر پیاوړې کیدو باندې ټینگار

له معارف څخه ملاتړ او زده کړې د افغان ځوانانو اصلي غوښتنه ده. د هغوی په آند تر هغه وخته چې یو هیواد با سواده او تحصیل لرونکي خلک و نه لري، پرمختگ پکښې نه شي رامنځ ته کیدای.

د نصرالله په نوم یو ځوان په دې نظر دی چې افغانستان د جهل قرباني دی. دغه ځوان وایي تر هغه وخته چې حکومت د پوهنې او لوړو زده کړو په ملاتړ د خلکو د پوهې سطحه لوړه نه کړي دغه هیواد به تل د جگړې د اور قرباني وي: «نوی ولسمشر دې په دقیقه توگه معارف ته توجه وکړي او په هیواد کې دې د پوهې سطحه لوړه کړي، تر څو خلک د بې سوادۍ او بې وزلۍ له حالت څخه راووځي او وکولای شي، خپل هیواد ته خدمت وکړي.»

دغه افغان ځوان وایي یاغي ډلې د بې سواده ځوانانو له منځه سر پورته کوي او تر هغه وخته چې دغه باطل دور تکراريږي، افغانستان به د سولې او آرامۍ مخ و نه ویني.