1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ماشومانو له پاره يو له خطرناکو هیوادونو څخه دی

۱۳۹۸ بهمن ۲۴, پنجشنبه

د ماشومانو د ملاتړ (سيو دي چلدرن) سازمان په حواله په ټوله نړۍ کې ۴۱۵ میليونه ماشومان په جنگونو او شخړو کې لوېږي. دغه ماشومان نه يوازې له جنسي ځورونې سره مخامخ کيږي، بلکې وسله وال یې په خپلو ليکو کې د شاملولو هڅه هم کوي.

https://p.dw.com/p/3Xhfs
Syrien | Kind mit Kanister im kurdischen  al-Hol camp
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د «سيو دي چلدرن» سازمان په تازه رپوټ کې چې د «د ماشومانو پر ضد جگړه» تر سرليک لاندې د مونشن د امنيتي کنفرانس په مناسبت په دريم وار خپريږي، ويل شوي دي چې په جگړه ځپلو سيمو کې د اوسيدونکو ماشومانو شمیر د لسو کلونو په پرتله درې چنده لوړی شوی دی او هلکان او نجونې یې په مختلف ډول اغیزمن کړي دي.

افريقايي ماشومان تر ټولو زيات اغیزمن دي

په رپوټ کې ويل شوي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې په تولیزه توگه ۴۱۵ ميليونو ماشومانو په جگړه ځپلو سيمو کې ژوند کاوه چې دا د ۲۰۱۰م کال په پرتله ۳۴ سلنه ډېر دي. د رپوټ په حواله په افريقا کې وضعه تر ټولو خرابه ده. هلته کابو ۱۷۰ ميليونه ماشومان اغیزمن دي.

په افريقا کې هر څلورم ماشوم په جگړه ځپلې سيمه کې ژوند کوي په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې بيا هر شپږم ماشوم په داسې سيمه کې ژوند کوي چې وسله والي شخړي پکې رواني دي.

د «Save the Children » ټولنه هغه سيمه جگړه ځپلې سيمه بولي چې د پنځوسو کيلومترو په قطر کې یې لږ تر لږه په کال کې يوه خونړۍ وسله واله جگړه شوي وي يا کيږي. د سازمان د تعريف په حواله هغه نجونې او هلکان چې لا اتلس کلن شوي نه وي، ماشومان ياديږي.

«سيو دی چلدرن» په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «د ۲۰۰۵م کال راهيسې کابو ۹۵۰۰۰ ماشومان وژل شوي او يا هم معيوب شوي دي او په لسونو زره تښتول شوي دي. په جگړه ځپلو سيمو کې ماشومان د جنسي تیري ښکار کيږي او په جبري توگه د وسله والو ډلو په ليکو کې جذبيږي او بشري مرستو ته هم لاس رسی نه پيدا کوي.»

د هلکانو او نجونو ترمنځ واضح توپير

د ماشومانو د ملاتړ سازمان په رپوت کې په لومړي ځل دا هم راغلي دي چې د بشري حقونو تر ټولو سختو شپږو سرغړونو څخه هلکان او نجونې څرنگه اغیزمن شوي دي. د دغه سازمان په حواله يوازې په ۲۰۱۸م کال کې په جگړه ځپلو سيمو کې تر ۱۲۰۰۰ زيات ماشومان وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي چې دا ۱۳ سلنه زياتوالی ښيي.

په رپوت کې ويل شوي: «د نجونو په پرتله ډېر زيات هلکان په مسقتيمه توگه په جگړو کې وژل شوي دي. نجونې بيا د چاودنو په ترڅ کې وژل شوي او يا ټپيانې شوي دي.«

په رپوټ کې زياته شوې چې هلکان د نجونو په پرتله ډېر په حکومتي ځواکونو او يا د وسله والو په ليکو د جذبيدو او يا هم د تښتونې له گواښ سره مخامخ دي. له هغوی څخه د ماشوم عسکر او انساني ډال او يا هم د وسلو انتقال او يا د ځانمرگو بريدگرو په توگه ناوړه استفاده کيږي.

Afghanistan Winter | Schnee in Kabul | Armut
انځور: DW/G. Adeli

د رپوټ په حواله نجونې بيا ډیر وخت د وسله والو په کورونو کې کارونو ته اړ ايستل کيږي. دوی همدا راز د جنسي تیري ښکار کيږي، په ماشومتوب کې واده ته مجبوريږي او يا هم ترې په نورو ډولونو ناوړه جنسي استفاده کيږي.

افغانستان د سختو اغیزمنو هيوادونو په ډله کي

د «سيو دي چلدرن» د رپوټ په حواله په افغانستان، کانگو جمهوريت، عراق، يمن، مالي، نايجيريا، سوماليا، جنوبي سوډان، سوريه او د افریقا مرکزي جمهوريت هغه هيوادونه دي چې ماشومان پکې تر ټولو زيات کړيږي.

د رپوټ په حواله په افغانستان کې په تیرو ۱۸ کلونو کې يو ماشوم هم د امن په فضا کې نه دی زيږيدلی او همدا حال په کانگو جمهوريت کې هم دی.

ياد سازمان په خپل رپوت کې په افغانستان کې د ميشت يوه لس کلن ماشوم نقل قول راخيستی: «ښوونځي ته د تگ پر مهال دا ويره راسره وي چې د ځانمرگي بريد ښکار نه شم او يا مې څوک ونه تښتوي او دا ويره هم راسره وي چې څوک مې مړ نه کړي. خلک ماشومان هم وژني. موږ خوندي نه يوو. زموږ ښوونځي هم خوندي نه دي. ډېر خلک وژل شوي او هیڅوک هم خوندي نه دي.»

د ماشومانو د ملاتړ سازمان د مشرتابه هيئت غړې سوزانه گروگر وايي: «د ماشومانو د ژوند بې معنا له منځه وړل به تر هغه دوام پيدا کړي، ترڅو ټول حکومتونه او ښکيل اړخونه سملاسي لاس په کار نه شي او د نړيوالو معيارونه او مقرراتو ساتنه ونه کړي او عاملين د خپل جنايت ځواب ويلو ته مجبور نه کړي.» نوموړې غوښتنه کړه: «د ماشومانو پر ضد جگړه بايد ودروله شي.»

bs/nz (afp,epd, save the children)

زموږ له آرشيف څخه: