افغانستان د ماين پاکۍ لپاره پنځه سوه مليونه ډالر غواړی
۱۳۸۷ دی ۲۴, سهشنبهيوازی د دغو پيسو په تر لاسه کولو سره کيدای شی چې افغانستان تر 2013 کال پوری له ماينونونه څخه پاک شی. دغه خبره د افغانستان د ماين پاکولو د پروګرام UNMACA مشر محمد حیدر رضا پرون په کابل کې کړی ده: »موږ په يو ډیر حساس وخت کې يو«.
دغه پروګرام که څه هم پوره پرسونل لري، خو د پيسو د کميدلوله امله د افغانستان په ځينو ولايتونو کې خپل کارونه په ټپه درلولی دي.
د څو لسيزو جګړو په نتيجه کې افغانستان په نړۍ کې هغو هېوادونو څخه شميرل کېږی چېرته چې تر ټولو زيات ماينونه شته دي.
د 640 کلیو متر مربع ساحه لا هم په ماينونو لړي ده او هره مياشت د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې تر پنځوسو تنو بی ګناه انسانان وژل او يا ټپی کېږي.
دغه شمیره درې کاله مخکې تر يو نيم سلو پوره رسيدله. د کال 1989 څخه تر اوسه پورې يو نيم لک کسان د ماينونو له کبله وژل او يا ټپي شوي دي.
د اوتاوا تړون په اساس په کال 2003 کې افغانستان ژمنه کړی ده، چه تر 2013 پورې به خپل هېواد له ټولو ماينونو څخه پاک کړی.