1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د نړیوالي پانگوني په لټه کي دئ

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

په راتلونکو څو ورځو کې به په افغانستان کې د پانگې اچونې له پاره په هند کې یو کنفرانس جوړ شي. د چارواکو په وینا د دغه کنفرانس هدف د نړیوالو شرکتونو سره د سیمې د هیوادونو همغږي کول دي چې په افغانستان کې پانگه اچونه وکړي.

https://p.dw.com/p/15GkZ
انځور: DW/H. Hashimi

په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرې، د معدن، زراعت، د کلیو د پراخیتا د چارو وزات وزیران او د دولت د اقتصادي نهادونو استازي گډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي نن «د یکشنبې ورځ د ۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې شپاړسمه» په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د جون د میاشتې په ۲۸مه نیټه به په نوي ډيلي کې د پانګې اچونې دغه کنفرانس جوړ شي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د پانګونې په اړه پر فرصتونو بحث وشي:

«په دې کنفرانس کې به وڅېړل شي چې د افغانستان په بیلا بیلو لکه د کانونو، مخابراتو او خدماتو په سیکتورونو کې د نړېوالو پانګوالو له پاره کوم فرصتونه موجود دي، چې دوی د افغانستان د اقتصاد سره د مرستې ترڅنګ خپل ځان له پاره هم ګټه ترلاسه کړي.»

د ښاغلي موسی زي په وینا افغان حکومت غواړي چې تردې وروسته په هېواد کې د بهرنیو مرستو ځای پانګونه ونیسي.

په همدې حال کې جانان موسی زي وویل چې د دوشنبې پر ورځ به د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملګرو ملتونو د سازمان په نړېوال پراختیايي کنفرانس کې د ګډون په موخه د برازیل هېواد د ریو دي ژينرو، ښار ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه خبري ناسته کې خبر ورکړ چې آسترالیا له افغانستان سره په خپلو کلنیو ملکي مرستو کې ۳۶ میلیونه ډالره زیاتوالی راوستی دئ.

موسی زي زیاته کړه چې د دې مرستو په زیاتوالي سره د آسترالیا له لوري له افغانستان سره په ملکي برخه کې د کیدونکو مرستو اندازه له ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه اوړي:

«د دې کلنۍ مرستې په زیاتیدو سره له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۱۳م پورې له افغانستان سره د آسترالیا د مرستو اندازه ۲،۱ میلیارده ډالرو ته رسیږي، چې دا په ریښتیا سره د پام وړ رقم دئ.»

افغان حکومت څو څو ځله له بهرنیانو غوښتي دي چې د بهرنیو مرستو زیاته برخه دې د دولتي بودجې له لارې په مصرف ورسیږي.

خو یو شمېر کارپوهان بیا پردې باور دي چې د همدغو بهرنیو مرستو ډيره برخه یا خو بیرته بهرنیو هېوادونو ته ځي او یا هم په غیرمستقېمه توګه د لوړپوړو چارواکو جیبونو ته لویږي.

د چارو کتونکی عاشق الله یعقوب، دویچه ویله (آلمان غږ) سره په خبرو کې وویل چې د سترو پروژو قراردادونه له هغو کمپنیو او شرکتونو سره کیږي چې په یو نه یو ډول په لوړپوړو چارواکو پورې تړاو لري:

«که همدا اوس یو بې پرې پلاوی وټاکل شي او د لوړو قراردادونو په اړه پلټنې وکړي، له تردید پرته دا به روښانه شي چې د لوړې بیې قراردادونو کې لوړپوړي چارواکي لاس لري، چې دا پخپله د ستر فساد لامل دئ.»

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان د پراختیايي بودجې زیاته برخه بهرنۍ مرستې جوړوي چې پخپله حکومت هم د هغوی په لګولو کې لږ واک لري.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض