1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي اتلولي هم په خپل نامه کړه

۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبه

افغانستان د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام د غوراوي په فاینل لوبه کې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره د دې سالیو اتلولي په خپل نامه کړه. په دې سیالیو کې راشد خان هم د ۱۰۰ ویکټو په اخیستو بل نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

https://p.dw.com/p/2uwoP
Cricket Afghanistan - British West Indies
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

د نن ورځې په دې لوبه کې مجیب ځدراڼ یو ځل بیا هم د ویسټ انډیز د تکړه توپ وهونکي کریس ګیل ویکټه ترلاسه کړه. مجیب په دې سیالۍ کې وکولی شول چې د خپلې ښکلې توپ اچونې پر مټ د ویسټ انډیز څلور لوبغاړي وسوځوي. راشد خان، شرف الدین اشرف او دولت ځدراڼ یوه یوه ویکټ او ګلبدین نائب بیا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان د غوره بالینګ له کبله ویسټ انډیز افغانستان ته په ۴۶.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د ۲۰۴ منډو هدف وټاکو. د افغانستان له لوري د شهزاد محمدي جالبې او چټکې لوبې د مبصرینو او تماشاچیانو زړه خپل کړ او نوموړي وکولی شول چې په ۹۳ توپونو ۸۴ منډې وکړي. رحمت شاه ۵۱، نائب ۱۴، سمیع الله شینواري ۲۰ او محمد نبي بیا چټکې ۲۷ مڼدې ترسره کړې. د محمد نبي په ۳ پرله پسې هسکو شپږیزو سره په ۴۰،۴ اور کې افغانستان ټاکلی هدف پوره کړ او په دې توګه یې  د دې سیاليو اتلولي هم خپله کړه.

په ورته وخت کې راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې یو بل ریکارډ هم په خپل نامه ثبت کړ. راشد خان وکولای شول چې یوازې په ۴۴ لوبو کې ۱۰۰ ویکټې واخلي او په دې توګه تر آسترالیايي میچل سټارک مخکې شو او دغه ریکارډ یې خپل کړ. میچل سټارک په ۵۲ لوبو کې او د پاکستان پخواني لوبغاړي سقلین مشتاق بیا په ۵۳ لوبو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې وې.

پر ورته موضوع زموږ له ارشیف څخه یو انځوریز البوم: