1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د هېواد د ختيځ او جنوب په سرحدي سيمو کې پرمختيايي پروژې پيلوي

۱۳۸۵ دی ۱۳, چهارشنبه

په دې اړه نجيب الله زيارمل د افغانستان د اقتصاد د وزارت له مرستيال پوهاند نذير احمد شهيدي سره يوه مرکه کړې ده او څېړلي يې دي چې د بېکارۍ او بې امنيتۍ تر منځ هم کومه رابطه شته، که څنگه.

https://p.dw.com/p/DMpM
انځور: AP

دويچه ويله: ښاغلی ډاکتر نذير احمد شهيدي، د اقتصاد د وزارت مرستيال، دولت پتېيلي چې د هېواد په جنوب او ختيځ په سرحدي سيمو کې د يو لړ اضافي پرمختيايي پروژو په پيلولو سره خلکو ته کار او روزگار برابر کړي، که په دغه اړه معلومات راکړئ؟
شهيدي: د تاسو فرموده درسته ده، دولت د جلالت ماب جمهور رئيس د فرمان په اساس د ختيځو او سهيلي ولايتو د اته اتيا ولسواليو ځانگړی انکشافي پروگرام پيل کړی دی چې دا د بدخشان څخه شروع بيا تر نيمروزه پورې رسېږي، البته موږ د نورو سرحدي ولايتو دپاره هم داسې پروگرامونه په راتلونکي کې لرو. له يوې خوا دا ولسوالۍ ډېرې وروسته پاته دي او له بل طرف نه قسما هلته د جگړې حالت دی، نو غواړو چې په ترتيب سره د هغوی دپاره يو کار پيدا شي او د هغوی دپاره پرمختيايي اقتصادي پروژې منځ ته راشي. دا پروژې د پوهنې، روغتيايي چارو، د کليو د پراختيا او د کرهڼې په برخه کې دي. البته دا پروژې لويې نه دي، کوچنۍ پروژې دي، تقريبا 528 پروژې دي د کومو دپاره چې د 30 مليونو په شاوخوا کې پيسې برابرې شوې دي. په راتلونکي کې هيله لرو چې د نورو پروژو د تکميل دپاره پيسې پيدا کړو.

دويچه ويله: داسې ويل شوي وو چې د دغو پروژو دپاره 76 مليونه ډالره ځانگړې شوي دي.
شهيدي: که دغه ټولې 528 پروژې تطبيق شي نو 76 مليونو ډالرو ته ضرورت لرو. اما فعلا مو يو قسمت د پيسو برابر کړی دی او ډېر ژر به په دغو پروژو پيل وکړو. په لومړي سر مو يوه احصايه وکړله، د خلکو، مشرانو او نمايندگانو سره مو په دې هکله خبرې وکړې. اوس يو برخه پروژې دې ته چمتو دي چې شروع پرې وکړو.

دويچه ويله: ستاسو له نظره به دغه پروژې وکولای شي چې د دغو ولسواليو خلکو ته د دايمي کار زمينه برابره کړي؟
شهيدي: د دايمي کار زمينه ډېره مشکله ده ځکه چې که د مکتب يا د کلينيک ودانۍ جوړېږي نو دا کارونه موقتي دي. دايمي پروژې هغه دي چې فابريکې يا زراعتي پروژې جوړې شي. موږ اوسمهال د خلکو د مهمو ضرورتونو لکه مکتب او روغتون دپاره کار کوو، واضح خبره ده چې دا خلکو ته د کار موقتي زمينه برابروي. دا په هېڅ صورت د خلکو لپاره دايمي د کار تهيه کول نه دي.

دويچه ويله: دولت ولې دومره وروسته دې ته فکر شو، ښه به دا نه وای چې دغه کار مخکې شوی او خلکو ته د کار زمينه برابره شوې وای. ځينې کارپوهان په دې اند دي چې له همدې بېکارو خلکو څخه د دولت په وړاندې د مخالفت استفاده کېږي؟
شهيدي: دا سمه ده، خو دولت ډېر مشکلات درلودل، د دولت تشکيل، انتخابات او لويه جرگه، بيارغاونه دا ټول هغه پرابلمونه وو چې متسفانه دولت نه شو کولای دې پروگرام ته ډېر ژر توجه وکړي ځکه چې نور مهم مسايل هم وو. بېکاري په رښتيا سره د بې امنيتۍ يو علت کېدای شي.