1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د پيکينګ د المپيک په مسابقو کښي د ژيړو مډال وګټۍ

۱۳۸۷ مرداد ۳۱, پنجشنبه

د پیکينګ د المپيک په مسابقو کښي د مکسيکو لوبغاړي گيلېرمو پېريس د چارشنبې په ورځ د تيکواندو د سياليو په 58 کيلو گرامه وزن کي، د سرو زرو مډال وگاټه ...

https://p.dw.com/p/F2T5
د روح الله نېکپااو آلماني لوبغاړي لېوېنت تونکت تر منځ د مسابقې يوه صحنه
د روح الله نېکپااو آلماني لوبغاړي لېوېنت تونکت تر منځ د مسابقې يوه صحنهانځور: picture-alliance / dpa

ده په فاينل مسابقه کي د دومينيکن دجمهوريت لوبغاړی يوليس گابريل مېرسېدس مات کۍ،چه د سپينو زرو مډال يې تر لاسه کۍ. د ژيړو مډالونه تايوان او افغانستان تر لاسه کړل .پدې ډول افغانستان هم خپل لومړی مډال (بهادرۍ )لاس ته راوړۍ . افغان لوبغاړي روح الله نېکپا چي په دغه مسابقه کښي د ژيړو مډال وگاټه ،مخکي تر هغه آلماني لوبغاړي لېوېنت تونکت ته شکست ورکړی ؤ. د افغانستان د تيکواندو د کميټې مشر، ښاغلي رباني خوښي څرگنده، ټولو افغانانو ته يې مبارکي وويله او زياته يې کړه چه:« د ښاغلي نېکپا لومړۍ بازي د آلمان په مقابل کي وه، او په دې بريالی سوی ؤ، چيجرمني ته په دريم راونډککيڅلورپر درې ماته ورکي. او په دې ډول يې يو پر څلرم فاينل ته لار پيدا کړه. هلته د مکسيکود لوبغاړي سره مخامخ سو،چي تر آخرو دقيقو پورې لوبه مساوي وه، خو په پای کي دواړو خواوو حمله وکړه. يعني مقابل لوري هم ، او ده هم . خو د مکسيکو امتياز ثبت سو،او د افغانستان دا نه .اوبلاخره بايد يوه فيصله سوې وای .»

د المپيک کمېټې د مکسيکو په ګټه فيصله وکړه ، او په دې ترتيب ښاغلي گيلېرمو پېرېس د سرو زرو مډال تر لاسه کۍ. خو ښاغلی نېکپا هم په دغو سياليو کي ښه وځلېدۍ او د افغانستان دپاره يې اول مډال تر لاسه کۍ.

د جمهوري رياست ددفتر څخه ويل سوي دي، چې حامدکرزي افغان سپورټمين نيکپا ته په دې وياړ يو کور هم وربخښلی دی .