1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د چین اقتصاد د اروپا له اقتصاد سره نښلوو

خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ مهر ۲۶, یکشنبه

افغاني چارواکو د ټرانسپورټ د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې د ټرانزیټي لارو د وصل له ‌پاره پراخې هڅې روانې دي، څو د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي آسیا او د ختیځ او لویدیځ هېوادونه وصل کړي.

https://p.dw.com/p/1Gq4o
انځور: DW

ولسمشر غني د خپل ولسمشرې کارې دورې په پیل کې ویلي و چې افغانستان به پر یو څلور لارې بدلوي. خو په دغه هېواد کې د نا امنیو ډېرښت د دې لامل شو چې د منځني آسیا هېوادونه له جنوبي اسیا هېوادونو سره وصل شي.

دا مهال افغان چارواکي په ټینګار سره وايي چې د اوسپنیزې پټلۍ له لارې به هېوادونه سره ونښلوي. د همدې له‌ پاره حکومت نوې تګلاره جوړه کړې ده چې له مخې به یې افغانستان د یوې تېرېدونکې ترانزیتي لارې په توګه رول ولري.

د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود په کابل کې د ټرانسپورت د نړېوالې ورځې په مراسمو کې وویل:« د لومړي ځل له پاره مو د ټرانسپورټ ملي سټراټیژي جوړه کړه چې د ښاري ټرانسپورت، هوايي ټرانسپورت او هغه ترانسپورتونو له ‌پاره جوړه شوې چې د سیمې هېوادونه سره نښلوي، ډېر ښه پلانونه موجود دي.»

که څه هم افغان چارواکي وايي چې افغانستان د سیمې له‌ پاره د یوه پُل په توګه جوړوي، خو دا کار ډیرې ستونزې په مخ کې لري. تر اوسه هم افغانستان نه دی توانېدلی چې د سیمې هېوادونه سره ونښلوي. په افغانستان کې نا امني د دې سبب شوې چې نه یوازې سیمه ییزې ټرانسپورتي پروژې پکې پلي نه شي، بلکي په هېواد کې دننه کوچنۍ پروژې هم د نا امنیو له کبله درېدلي دي.

د افغانستان د لویو لارو د ویجاړیدو یو لامل هم پر دغو لارو د ډیر وزن درلودونکو موټرو تگ راتگ دی.
د افغانستان د لویو لارو د ویجاړیدو یو لامل هم پر دغو لارو د ډیر وزن درلودونکو موټرو تگ راتگ دی.انځور: picture-alliance/dpa/Subel Bhandari

د چین او اروپا اقتصادي نښلول

په داسې حال کې چې د تېرو ۳۵ کلنو په جګړو کې د افغانستان ټولې ټرانزیټي او ټرانسپورتي لارې ویجاړې شوې، د ولسمشر کرزي د حکومت په رامنځته کیدو او نړیوالو مرستو تر ۱۰۰۰ کیلومترو دېره لویه لاره بېرته رغول شوې ده. ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به شاوخوا ۵۰۰۰ کیلومتره نوره لویې لارې هم جوړه شي. چې په دې سره به د هېواد ګڼ ښارونه او کلي سره ونښلول شي.

د عامه ټولګټو وزارت وايي د لویو لارو د جوړېدو تر څنګ د اوسپنیزې پټلۍ جوړېدل هم په لومړيتوبونو کې ځای لري. د عامه ټولګټو وزیر محمود بلیغ، په همدې مراسمو کې وویل چې ټاکل شوې د نړۍ دوه لوې اقتصادي بازارونه چین او اروپا د افغانستان له لارې سره ونښلول شي.

هغه وویل:« موږ د اوسپنیزې پټلۍ د جوړېدو له پاره داسې تګلاره په پام کې لرو چې د اوسپنیزۍ پټلۍ په وسیله د چین او اروپا لوې اقتصادونه سره وصل کړو

بلیغ وویل ټاکل شوې یوه پټلۍ آقینه د فاریاب ولایت له لارې د کندُز له شېرخان بندر سره ونښلوي او بله هم د هرات له لارې اېران له بلخ ولایت سره ونښلوي.

ویجاړې شوې لوې لارې

که څه هم د تیر ۱۴ کلن حکومت یوه له سترو لاسته راوړنو څخه د لویو لارو او حلقوي سړک رغول په ګوته کیږي، خو په دې ورستیو کې د نا امنیو په ډېرېدو سره داسې اټکل کیږي چې یادې لارې به بیرته وېجاړې شي.

طالبانو په دې ورستیو کې نه یوازې د هېواد په شمال کې لویې لارې کله ناکله بندوي بلکي د کابل کندهار لویه لار یې هم څو ورځې وړاندې په غزني‌ولایت کې د موټرو پر مخ بنده کړې وه.

د عامه ټولګټو وزیر وايي وسله والو طالبانو په تېرو څو کالو کې د کابل کندهار پر لویه لار پراته پلونه او پلچکونه په بمونو الوزولي دي.

هغه وویل:« په خوانشینۍ سره د لویې لارې یوه پراخه چې په میلیاردونو ډالرو جوړه شوې وه، بېرته وېجاړه شوې ده. او یوه لویه برخه یې هم د ویجاړي په حال کې ده، یوه ښکاره عامل یې هغه جګړې دي چې په تېرو څو کالو کې مو درلودلې

وسله والو طالبانو په دې ورستیو کې هم د کابل کندهار د لویې لارې ګڼ پلونه وېجاړ کړي، د عامه ټولګټو وزیر وايي طالبانو په مجموع کې ۲۰ لوې پلونه او ۲ سوه پلچکونه په بمونو الوزولي دي. په داسې حال کې چې د افغانستان سړکونه د لږ اندازې وزن له پاره جوړ شوي‌ دي، خو پر دغو لارو په موټرو کې تر خپلې اندازې څو برابره ډېر بار وړل کیږي. لوې موټرونه هم د دې لارې د وېجاړي له ‌پاره بل لوی لامل بلل کیږي. حکومت په تېرو څو کالو کې نه دی توانېدلی چې له لویو لارو څخه ساتنه او حفاظت وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب