1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو کمښت

میرویس جلالزی۱۳۹۲ فروردین ۹, جمعه

د پوهنې وزارت وایي چې په ښونځیو کې د ښځینه ښوونکو نه شتون، تر امنیت وروسته د نجونو د زده کړو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده. سږ کال به ۱.۶ میلیونه ماشومان په ښونځیو کې ومنل شي چې څه نا څه ۴۰ سلنه یې نجونې دي.

https://p.dw.com/p/186vT
Afghanistan Kabul Bildung

تیر کال په افغانستان کې د نجونو زده کوونکو له پاره له بیلا بیلو اړخونو یو ستونزمن کال وو. د نجونو پر ښونځیو بریدونه، هغوی او ښوونکو ته یې ګواښونه او یو لړ نور مسایل د دې لامل شول چې د نجونو تعلیم ته سخت زیان ورسیږي.

خو پر دغو ستونزو باندې سږ کال یوه بله ستونزه هم ور اضافه شوې ده. د پوهنې وزارت وايي چې د افغانستان د شاوخوا ۳۶۰ ولسوالیو له ډلې څخه په ۲۰۰ کې یې یا خو ښځینه ښوونکي نه شته او یا یې هم شمیر ډیر کم دی.

د کابل د چهار آسیاب ولسوالۍ اوسیدونکی باباجي وايي چې د هغه د کلي ملا د نجونو له زده کړې سره مخالفت لري نو له همدې کبله هغه خپلې لورگانې ښونځي ته نه استوي. هغه وایي: «زموږ ستونزه دا ده چې ملا صایبان وايي چې لورانې مو لويي شوي دي او ښونځي ته يې مه پریږدی. هغوی موږ ته وایي چې له نجونو څه نه جوړیږي. اوس زما لورگانې ښونځي ته نه ځي او په کور کې ناستې دي.»

د افغانستان د پوهنې وزارت شمیري ښيي چې د نجونو زده کوونکو پر وړاندې ګواښونه د هلکانو په پرتله ډیر زیات دي. ځکه زور پالي لکه طالبان چې یو مهال یي نجونو ته د تعلیم حق نه ورکاوه اوس هم په یو شمیر سیمو کې واک او اغیزه لري.خو د پوهني وزارت بیا په ښونځیو کې د نجونو کم رنګه حضور په ډیرو ولسوالیو کې د ښځینه ښونکو له نه شتون څخه زیږنده بولي.
د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ، وایي چې په اکثریت ولسوالیو کي حتی یوه ښځینه ښوونکې هم نه شته او له همدې کبله کورنۍ په ډاډه زړه خپلې نجونې ښونځیو ته نه استوي. هغه زیاتوي: «د افغانستان په ۲۰۰ ولسوالیو کې یوه تعلیم یافته ښځینه ښوونکي نه شته نو له همدې کبله کورنۍ ښونځیو ته د نجونو استولو ته زړه نه ښه کوي. دا ستونزه کرار کرار هواریږي.»

د پوهني وزارت وایي چې پلان لري په هغو سیمو کې چې ښځینه ښوونکو په کې نه شته د هغوی له پاره لوړ معاش وټاکي ترڅو له دې لارې هغوی تشویق شي او دې سیمو ته ولاړې شي. افغان حکومت د دې کار له پاره د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په همکارۍ په میلیونونو افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب