1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د کانونو په استخراج کي چينايي او هندۍ کمپنۍ مخکي دي

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

د افغانستان د کانونو وزير د چهارشنبې په ورځ ويلي، دي چي چينايي او هندي کمپنۍ د افغانستان د تيلو او اوسپني زيرمو او کانونو د استخراج د قراردادونو په تر لاسه کولو کي تر نورو هيوادونو بر لاسي دي.

https://p.dw.com/p/1303M
د افغانستان ډیری کانونه یا خو نه کیندل کیږي او یا یې چارې په غیر مسلکي ډول پر مخ بیول کیږي
د افغانستان ډیری کانونه یا خو نه کیندل کیږي او یا یې چارې په غیر مسلکي ډول پر مخ بیول کیږيانځور: picture alliance/dpa

دغي موضوع هغه غربي شرکتونه چي په افغانستان کي د امنيتي حالاتو له کبله يې پانګه اچونه نه ده کړې انديښمن کړي دي.

افغانستان د سرو زرو، مس، اوسپنه، تيل، ګاز، قيمتي ډبري او نوري طبعي زيرمي لري. ددغو زېرمو ارزښت درې تريليونه ډالرو ته رسيږي. د افغانستان دغو طبعي منابعو پرامنيتي ستونزو سربيره ډير هيوادونه پانګه اچوني ته ليوال کړي.

د دغو هيوادونو په قطار کي هندوستان او چين تر ټولو لومړي ولاړ دي، ځکه چي اوس په دغو هيوادونو کي سرچينو او انرژۍ ته ډيره اړتيا ليدل کيږي.

د افغانستان د کانونو وزير، وحيد الله شهراني، په بلجيم کي د کانونو په يو کنفرانس کي ويلي، چي دوې هندۍ کمپنۍ د حاجي ګک د اوسپني د کان د قرارداد د ترلاسه کولو لوړ چانس لري.

د شهراني په خبره د يادو دوو هندي شرکتونو څخه يو يې خصوصي دی او بل يي هم «کنسرتيم» دی چي د هندوستان په پياوړی ميتل کورنۍ پوري اړه لري.

شهراني همداراز وويل چي د امو د حوزې د تيلو او ګاز قرارداد هم په قوي احتمال يوې چينايي کمپنۍ ته ورکول کيږي.

« هغه کمپنۍ چي په لومړي سرکي افغانستان ته راځي ډير ښه چانسونه به ولري.»

اروپايي کمپنۍ رقابت نه سي کولای

ښايي چي اسيايي شرکتونه د هغو غربي شرکتونو هيلي چي د افغانستان د امنيتي حالاتو ښه کيدو ته په تمه دي له منځه يوسي. ډيری غربي شرکتونه اوس په افغانستان کي پانګه اچونه نه کوي او دې ته منتظردي ترڅو په دغه هيواد کي امنيتي حالات او د پانګه اچوني قوانين ښه سي بیا ور ودانگي.

په افغانستان کي د اروپايي ټولني د تجارتي اطاقونو مشر، رمون موشريف وايي، چي که څه هم د هندوستان او چين پانګه اچوني خصوصي دي، خو بيا يي تر شا ددولت ډيرملاتړ موجود دی.

«په ظاهري ډول دغه خصوصي شرکتونه دي، خو د پردې تر شا دا دولتي پانګه اچوني دي. دغه کمپنۍ داسي خطرات مني چي اروپايي کمپنۍ يې نه سي پرغاړه اخيستلای. موږ په دې برخه کي هيڅ نه سو تر سره کولای.»

شفافيت

افغان حکومت د بهرنيو کمپنيو د پانګه اچونو د جلبولو له پاره د ښو قوانينو د جوړولو وعدې کړي دي. نړيوال بانک، متحده ايالاتو او اروپايي ټولني هم په وار وار د افغانستان له حکومت څخه غوښتي، چي ښه مالي قوانين جوړ کړي. په افغانستان کي اوسني ځيني قوانين اداري فساد ته لاره جوړوي.

د افغانستان پر حکومت همداراز نيوکه سوې، چي يوازي هغه وخت د کانونو د قراردادونو جزئيات اعلانوي، چي ورستۍ پريکړي سوي وي.

په همدې حال کي د اروپايي ټولني مشر ويلي دي، چي اروپا به له افغانستان سره داسي يو تړون وکړي، چي له مخه به يې د دغي ټولني پانګه اچوني ډيري سي.

د اروپايي ټولني د مشر په وينا دغه تړون به د بن په دوهم کنفرانس کي لاسليک سي.

آژانسونه: مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل