1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کانونو پر څو میلیاردي تړونونو کار روان دی»

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعه

افغان چارواکي وايي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د کانونو د استخراج څو میلیارد ډالري تړونونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمیر هیوادونو د امنیتي ښتونزو له کبله په افغانستان کې پانگونې ته زړه نه ښه کوي.

https://p.dw.com/p/192ZK
Der afghanische Rohstoffminister Wahidullah Schahrani gibt am 04.07.2013 in Berlin ein Interview. Laut Schahrani will die afghanische Regierung in den nächsten beiden Monaten mehrere Milliarden-Verträge zur Erschließung der umfangreichen Bodenschätze des Landes abschließen. Foto: Ole Spata/dpa (zu dpa "Milliarden für Rohstoff-Erschließung in Afghanistan" vom 05.07.2013) +++(c) dpa - Bildfunk+++
afghanischer Rohstoffminister Wahidullah Schahraniانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د کانو او صنایعو وزیر وحیدالله شهرانی، چې اوس برلین ته د طبیعی زیرمو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د گډون په موخه راغلی دی وایي چې دغه تړونونه به د هند، عربو متحده اماراتو، امریکا متحده ایالاتو، کانادا، بریتانیا، پولند او ترکیی له پانګه والو سره وشی.

شهرانسې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «زه باور لرم چې موږ به له شپږو څخه تر اتو راروانو اونیو کې د کانونو په برخه له پنځو څخه تر شپږو پورې لوی تړونونه بشپړ کړو.

د دغه افغان چارواکي په خبره په ټولیزه توګه به د دغو تړونونو مالي ارزښت له ۱۵ څخه تر ۲۰ میلیاردو یورو پورې وي. د افغانستان د طبیعي زیرمو مالي ارزښت دری بلیونه یا دری زره ملیارده ډالر اټکل شوی دی. خو شهراني وایي چې د دغو زیرمو اصلي ارزښت تر دې هم لوړ دی. افغانستان د نفتو او سکرو پر زیرمو سربیره د مسو او لیتیوم لویې زیرمې لري.

شهراني روښانه کړه چې تر اوسه پورې یوازې چین د افغانستان د طبیعي زیرمو له استخراج سره لیوالتیا ښوولې ده. د آلمان په شمول نور لویدیځ هیوادونه په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله د نوموړي هیواد د طبیعی زیرمو له استخراج سره ډیره لیوالتیا نه ښيي.

د کانونو د استخراج په برخه کې له آلمان څخه د مرستې غوښتنه

شهراني د کانونو په اړه د برلین په نړیوال کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې آلمان له افغانستان سره د طبیعی زیرمو په استخراج کې د خپلو تجربو او تخنیک له لارې مرسته وکړي. هغه وویل: «آلمان په نړۍ کې د خامو معدني موادو یو له لویو مصرفوونکو هیوادونو څخه دی. له بلې خوا آلمان د کانونو د استخراج د ښې تکنالوژی د تولیدونکو هیوادونو له ډلې څخه هم دی. موږ غواړو له دغو دواړو موضوعگانو څخه گټه پورته کړو.»

اوس مهال د افغان حکومت د بودجې ډیره برخه د بهرنیو مرستو له لارې تمویلیږي. خو دغه هیواد غواړي په راتلونکو لسو کلونو کې د خپلو کانونو د کیندلو له لارې د کورنیو عایداتو کچه لوړه کړي او له مالي لحاظه پر خپلو پښو باندې د دریدو په لور روان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمیر کارپوهانو په اند دغه بهیر له څو لویو ستونزو سره مخامخ دی. د کانونو د کیندلو پر وړاندې تر ټولو لویه او اساسي ستونزه په افغانستان کې د امنیت نه شتون دی چې له کبله يې ډیر شمیر هیوادونه په دې برخه کې له پانگونې څخه ډډه کوي. پر دې سربیره اداري فساد او د لازمې مسلکي کاري قوې نه شتون هغه دوه نورې لویې ستونزې دي چې کارپوهان یې د افغانستان د کانونو د استخراج د بهیر پر وړاندې ویني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب