افغانستان د کرکيت په نړيوالو لوبو کي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۱, شنبهنن په دغو لوبو کي کي د افغانستان او هند تيمونه سره لوبي کوي.
سمدلاسه سړي وړاندي وينه نه شي کولاي چي د افغانستان لوبه ډله به د هند په وړاندي څه ډول لوبه وکړي. د هند کرکيټ په تاريخ کي نوم لري او اوس هم داسي ويل کيږي چي ښايي د کرکيت د دي نړيوالو لوبو اتل به بيا د هند تيم وګرځي، خو د افغانستان لوبه ډلي هم په دی لاره کي سخت کړاونه شاته پريښي دي او په پوره زور او قوت سر يي سر را پورته کړي دي، چي مخکي له دي چا ګمان نه کاوه.
د هند د لوبډلي کيپتان، مهندرا سنګ ډوني خبر داري ورکړي چي د هغه د پياوړي تيم سره سره، د افغانستان د کرکيټ لوب ډلي ته بايد په کمه سترکه ونه کتل شي. ډوني د نني لوبي څخه مخکي وويل چي د دوي لپاره لومړي لوبه به آسانه نه وي، او دا د اتلولي د لاس ته راوړولولپاره ښه پيل نه دی . هغه د افغانستان د تيم په وړاندي انديښنه په خپلو جملو سره داسي بيان کړه:
« زه د دغه تيم د لوبي په څرنګوالي باندي زيات نه پوهيږم، که سړي د يو تيم په هکله زيات معلومات ولري، نو کولاي شي چي هسي تياري ورته ونيسي چي ورته لازمه ده.»
په افغانستان کي د کرکيت لوبه سابقه نه لري ، څرنګه وشول چي په دي تيرو کلونو کي د افغانستان د کرکيټ ملي لوب ډله وتوانيده چي ځان نړيوالو لوبو ته ورسوي. دا هغه پوښتنه ده چي د کرکيت کار پوهان يي حيران کړي دي.. د افغانستان کرکيت که څه هم په پاکستان کي د مهاجرو له کمپونو وزيږيد او د ودي په وړاندي ډير خڼدونه ؤ، خو په تيرو دوو کلونو کي د افغانستان د کرکيت ملي لوبه ډله وتوانيده چي د نړي د کرکيت د ليګ له پنځم Division څخه د شلمي نړيوالي لوبي ته ځان ورسوي چي د هغي لپاره يواځي 12 تيمونه وړ ګڼل شوي دي. اوس افغانستان هم د دغو 12 تيمونو په جمله کي قرار لري.
له ويست اندييز څخه خبرونه وايي چي د افغانستان ملي لوب ډلي خپل پوره تياري نيولي دي.هغه به نن شپه معلومه شي چي د نړي د ستر پياوړي هند لوب ډلي په وړاندي افغانان د سيالي ډګر ته په څه مورال وردانګي. د تيم روزنکي کبير خان ويلي دي چي د هغه د لوبغاړو روحيه ډير غښتلي ده. د کرکيټ په لوبو کي قوي روحيه درلودل د لوبي د ګټلو لپاره لومړي شرط دی.
که څه هم په ويست انديز هيواد کي افغانان نه شته چي د خپل تيم لپاره تشويقي نعري سوري او چک چکي وکړي، خو خبري آژنسونو تبصري داسي دي چي ښايي د کوربه هيواد مينه وال له افغانانو څخه زيات هرکلي وکړي او افغان ملي لوب ډلي ته تشويقي نعري سوري ووهي.
فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمد ولي اخکزي