1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د کورنۍ جګړې له خطر سره مخامخ دی

۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعه

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر، محمد حنیف اتمر، د پنج شنبې په ورځ وویل چې که په ۲۰۱۴ کال کې ټول بهرني سرتیرې له افغانستان څخه ووځې د دې خطر شته چې په دغه هیواد کې یوځل بیا کورنۍ جګړه پیل شي.

https://p.dw.com/p/13Cnh
اتمر وایې که افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځې په دغه هیواد کې د جګړې د پیلیدو امکان شته
اتمر وایې که افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځې په دغه هیواد کې د جګړې د پیلیدو امکان شتهانځور: AP

اتمر چې د پنج شنبې په ورځ یې په واشنګټن کې خبرې کولې همدا راز وویل چې د طالبانو سره د سولې کولو په موخه د افغان حکومت هڅې هم ناکامه شوي دي. اتمر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت نه دی توانیدلې چې د سولې بهیر ته د سخت دریزو طالبانو پام راواړوي.

حنیف اتمر چې د ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۰ کاله د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی دی وایې چې په ۲۰۱۴ کال کې د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی کم نه شي. هغه باور لري چې باید د دغې مودې وروسته هم په افغانستان کې د ۲۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ بهرني سرتیري پاتې شي.

اتمر چې د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې د افغان او بهرنیو ځواکونو شمیرې ته په اشاره کولو سره وویل:

«موږ اوس د ۴۵۰۰۰۰ امنيتي ځواکونو په درلودو سره ستونزې لرو. موږ په هلمند او کندهار کې د پر مختګ په حال کې یو خو په جنوب او جنوب شرق کې لاس ته راوړنې نه لرو. ولي داسې فکر کیږي چې څو کاله وروسته به یواځې افغانان د دغو سیمو امنیتي ستونزې حل کړي.»

متحده ایالات چې د لسو کلونو را په دیخوا په افغانستان کې په جګړه بوخت دی غواړي دغې جګړې ته د سولې د لارې د پای تکی کیږدي.

که څه هم بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو کې په افغانستان کې د پوځیانو شمیره لوړ کړه خو اوس پنتاګون وایي چې سپینه ماڼۍ په دې فکر کوي چې د پلان شوي وخت څخه مخکې په افغانستان کې خپل پوځې عملیات راکم کړي.

اتمر ادعا وکړه چې افغانستان به یواځې هغه وخت بریالۍ شي که د کندهار او هلمند په څیر سیمو کې ورستۍ لاس ته راوړنې وساتي که نه نو د اتمر په خبره د افغانستان حکومت به نسکور شي:

«که له افغانستان څخه بهرني ځواکونه د وخت څخه مخکې ووځي، که افغانستان سره په اقتصادي مرستو کې ډیر کموالی راشي او که د بهرنیو ځواکو په وتلو سره رامنځ ته شوی تشه د سیمې د هیوادونو لخوا ډکه شي نو د افغانستان حکومت به سقوط وکړي.»

اتمر زیاته کړه چې که چیرې دغه کارونه تر سره شي په افغانستان کې به جګړه پیل شي او دغه هیواد به یو ځل بیا د امریکا ضد کسانو لپاره په یوې امنې سیمې بدل شي.

اتمر ګواښ وکړ چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان امنیتي ځواکونه د دولت پر ځای جنګ سالارانو ته وفاداره پاتې شي. هغه زیاته کړه:

«د افغانستان ډیره برخه به د یاغیانو تر کنترول لاندې وي چې القاعدې، لشکرې طیبه او نورو تروریستې ګروپونو ته به پټنځایونه برابروي. دغه ډلې یواځې د افغانانو سره ستونزې نه لري.»

د اتمر په خبره په افغانستان کې یواځې اته سلنه یاغیان د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي. اتمر وایې چې په افغانستان کې د سولې بهیر پایلې نه شې درلودلې.

اوس مهال افغانستان او متحده ایالات پر ستراتیژیک تړون د خبرو اترو په حال کې دي. د دغه تړون له مخې به د ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او متحده ایالاتو اړیکې تعریف شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض