1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د گازو په نل ليکه کښي د روسيې د ونډي ملاتړ کوي

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

افغانستان له ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته د گازو د نل ليکي په پروژه کي د روسيې د ونډي ملاتړ کوي. دا خبره د روسيې د انرژۍ وزير کړې ده.

https://p.dw.com/p/14Eit
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د انرژۍ وزير سرگي شماتکو ويلي دي چي افغانستان دې ته تيار دئ چي د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان او هندوستان د گازو په نل لیکه کښي دي روسيه ونډه ولري.

شماتکو دا خبري د افغانستان او روسيې د دولتي چارواکو تر يوې غونډي وروسته کوي . دغه غونډه دوې ورځي وړاندي په روسيه کي جوړه سوې وه.

هغه په مسکو کي ژوناليستانو ته ويلي دي چي موږ له افغاني لوري په دواړو پروژو Tacis -1000 او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هندوستان ته د گازو د نل ليکي په غځولو کي د برخه اخيستلو ملاتړ تر لاسه کړ.

هغه زیاته کړې ده چي تر اوسه پوري ددغي پروژې په اړه کومه پريکړه نه ده سوې چي روسيه به ونډه پکښي اخلي که نه.

د گازو دغه پايپ لاين چي له ترکمنستان څخه به د افغانستان له لاري پاکستان او بيا هندوستان ته غځول کيږي ۱۷۳۵ کيلومتره اږدوالی لري.ددغي نل لیکي له لاري به هر کال هندوستان ته ۳۰ ميليارده کوبیک ميتره گاز انتقاليږي.

دغه راز په دې غونډه کي د روسيې د گازپروم کمپنۍ په افغانستان کي د هايدورکاربونونو په کشفولو کي د ونډي اخيستلو خبره کړې ده.

په مسکو کي د افغان او روسي دولتي چارواکو د گډ کمېسيون د غونډي په پريکړه لیک کښي راغلي دي چي د روسيې د گازپرون کمپۍ به په راتلونکي کښي د افغانستان د هايدرو کاربونونو د کشف استخراج او انتقال په پروژو کي ونډه واخلي.

د روسيې د گازپرون نړيوال شرکت په مرکزي اسيا کي ټولي نړیوالي پروژې پر مخ بيايي.

ددغه شرکت په وينا چي مرکزي اسيا په نړۍ کي يوه له هغو سیمو څخه ده چي د هايدرو کاربونونو پراخي زېرمو ئې ډيری نړيواله پانگه اچوني ته را جذب کړي دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض