1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغانستان د یاغیانو پر ضد د ۲۰ زره ملکیانو په تجهیز غور کوي

۱۳۹۶ شهریور ۲۶, یکشنبه

چارواکي وايي چې له یاغیانو سره د مبارزې په موخه به ۲۰ زره ملیکانو ته جنګي روزنه او وسلې ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې پر محلي پولیسو باندې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو تورونه لګول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2k7c9
Afghanistan Kampf gegen Taliban Mohammad Nabi
انځور: DW/M. Wafayee

د حکومت ملاتړ کوونکو وسلوالو ډلو د جوړولو په دې وړاندیز سره به ځايي اوسیدونکي وکولای شي خپلې سیمې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې پر وړاندې په خپله خوندي کړي. دغه وړاندیز په داسې یو وخت کې مخې ته راځي چې افغان امنیتي ځواکونه د تلفاتو، د مورال ټیټوالي او د نه پاملرنې سربیره هڅه کوي چې یاغیان مات کړي.

په ورته وخت کې په دې وړاندیز سره ځینې پوښتنې او انديښنې هم را ولاړې شوي دي او هغه داسې چې دغه محلي وسلوال ځواکونه به ښايي یو ځل بیا په داسې ملیشو واوړي چې د دې پر ځای چې له خپلو خلکو ساتنه او دفاع وکړي، د دوی په ځورولو به لاس پورې کړي.

د بشري حقونو د څار له سازمان څخه مشر څیړونکې پتریشیا ګوسمن، وايي: «د افغان  حکومت له لوري د غیر عادي ځواکونو پراختیا به ښايي ملکیانو ته په پراخه کچه خطرناکې پایلې ولري.»

په نیویارک کې میشت دغه سازمان همدا راز وايي چې په کابل کې د لویدیځ ډپلوماتان له دې پلانه خبر دي چې د هندوستان د ځمکني ځواک مودل ته ورته جوړ شوی او د هندوستان د عادي وسلوال ځواک سره مرسته کوي. دغه ډیپلوماتان وايي چې افغان چارواکو هم په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې. دوی اندیښنه لري چې دغه ملیشې به د زورواکانو له لوري استفاده شي او په سیاسي هلو ځلو کې به هم ترې کار واخیستل شي.

افغان او امریکايي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه ځواکونه به د افغان ملي پوځ تر قوماندې لاندې وي او تر سیمه ایز پولیسو به ښه روزل شوي وي. افغان سیمه ایز پولیس په ۲۰۱۰م کال کې د امریکا متحده ایالاتو له لوري جوړل شول خو څو څو خله د بشري حقونو په تر پښو کولو باندې تورن شوي دي.

د دفاع وزارت یو جګپوړی چارواکی د  نوم د نه بربنډولو په شرط وايي: «اوس مهال د سیمو د بیرته نیولو له پاره موږ تر ډیره په ځانګړو ځواکونو او هوايي بریدونو تکیه کوو خو تر ځانګړو ځواکونو یا کمانډو وروسته موږ په کافي اندازه ځواک نه لرو چې دغه سیمې په ولکه کې وساتي.»

دغه چارواکی همدا راز وايي چې دغه نوي ځواکونه به د افغان پوځ د قول اردوګانو تر قوماندې لاندې فعالیت کوي او د تشو د ډکولو له پاره به ترې کار واخیستل شي. دوی به د سیمې د خلکو له منځ څخه جذب شي او شمیر به یې هم شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته ورسیږي.»

بل لوري ته بیا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم د فرانسې خبري آژانس ته د دې خبری پخلی کوي او وايي چې د سیمه ایز ځواک رامنځ ته کولو باندې بحث روان دی.

وزیري په دې هکله وویل چې «په دې ځواک کې به خلک د دوی له سیمې څخه جذب شي ځکه دوی په خپله سیمه کې ښه بلد دي او په دې پوهیږي چې څرنګه یې خوندي وساتي.»

نوموړی زیاتوي چې د دې کار هیڅ تضمین نه شته چې د دغه ځواک رامنځ ته کولو پلان به عملي شي او که نه.

په عین وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند هم د افغان ځمکني سیمه ایز ځواک وړاندیز تائیدوي او وايي چې دغه څه اوس د میز پر سر دي. خو یو امریکايي چارواکي چې نه غواړي هویت یې بربنډ شي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه نظریه اوس په لومړنۍ مرحله کې ده او په دې هکله د نظریو په راټولولو باندې کار روان دی.

په جنګ ځپلي افغانستان کې ملیشه یا شخصي ځواکونه او د حکومت لخوا ملاتړ کیدونکي ځواکونه یو اوږد او له هسکو او ژورو ډک تاریخ لري او په ورته وخت کې ډیری افغانان له دوی څخه ویره هم لري.

د دې ټولو با وجود، د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په حواله د ۲۰۱۷م کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ملکي تلفات خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې. د دې مرګ ژوبلو د شاوخوا ۲۰ سلنه مسوولیت بیا د افغانستان د حکومت په ملاتړو ځواکونو اچول کیږي.

د ۲۰۱۴م کال راهیسې هغه مهال چې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوه، طالبان د غښتلي کیدو په حال کې دي او اسلامي دولت ډله یا داعش بیا تر خپلې ولکې لاندې سیمې پراخوي.

د همدې کال د فبروري په میاشت کې د افغانستان د بیا رغونې له پاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار د یوه رپوټ په حواله د افغانستان د ټولو ۴۰۷ ولسوالیو له ډلې څخه ۶۰ سلنه یې د حکومت په واک کې دي. د روان کال په پیل کې افغان ولسمشر اشرف غني بیا د دې هیواد د ځانګړو ځواکونو شمیر چې اوسمال ۱۷ زره دی د دوه برابره لوړولو اعلان وکړ. نوموړي د دې سربیره د داسې پلان اعلان هم وکړ چې غواړي د دې هیواد هوايي ځواک لا پسې غښتلی او پر پښو ودروي.

بل لوري ته بیا انتقاد کوونکي ویره لري چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د ملاتړ پر ځای د ملیشو جوړول به دغه هیواد په ډلو وویشي او لا ډیر به یې په شخړو کې ښکیل کړي. د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه یوه لوړ پوړې تحلیلګره کیتي کلارک وايي چې ملکیانو ته وسلې ورکول یو خطرناک کار دی.

زموږ له ارشیف څخه: