1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

افغانستان د نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان ته ماته ورکړه

۱۳۹۶ دی ۲۳, شنبه

افغانستان، د ۱۹ کلنو د کرکیټ نړیوال جام په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه. افغان لوبډلې وکولی شول په ۴۷،۳ اورونو کې د ۱۸۹ منډو ورکړل شوی هدف پوره کړي.

https://p.dw.com/p/2qnBb
ICC Cricket U19  Afghanistan vs Bangladsch
انځور زمونږ له آرشیف څخه:انځور: ICC

د افغانستان د کرکیټ لوبډلې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وګټله او په دې توګه یې د(انډر۱۹ ورلډکپ) په سیالیو کې په بریالیتوب سره قدم کیښود.

د پاکستان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته د بیټنګ یا توپوهنې پریکړه وکړه. پاکستانی اوپنر (لومړی لوبغاړی) محمد زید عالم پرته له دې چې کومه منډه جوړه کړي وسوزید، خو دویم اوپنر روهیل نظیر بیا وکولی شول چې ۸۱ منډې جوړې کړي او بالاخره د قیس احمد په توپ کیچ اوټ شو.

د پاکستان لوبډلې وروستی لوبغاړی په ۴۷ اور کې اوټ ( ؤ سوځید) او په دې توګه یې د افغانستان لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو جوړولو هدف وټاکه. په دې لوبه کې افغان لوبغاړي ډیر ښه وځلیدل. د بالنګ یا توپ اچونې په برخه کې قیس احمد او عظمت الله عمرزي دری دری ویکټې واخیسیتې. همدارنګه کپتان نوین الحق دوه ویکټې او نثار وحدت او ظاهر خان بیا یوه یوه ویکټه واخیستله(د مقابل لوبډلې لوبغاړي یې وسوځول).

د بیټنګ یا توپوهنې  په برخه کې بیا د اوپنر لوبغاړي رحمان الله ګربز او اکرام علي خیل ترڅنګ درویش رسولي ډیره ښه لوبه وکړه. رسولي په ۷۶ منډو ناټ اوټ یا نا سوځیدلی پاتې شو.

له دې سره د افغانستان لوبډلې وکولی شول چې په اووه څلویښتم اور کې د پاکستان له خوا د ۱۸۹ منډو ورکړل شوی هدف پوره  او د ۱۹ کلنو نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړی لوبه د پاکستان په مقابل کې په داسې حال کې چې ۵ تنه لوبغاړي یې پاتې ول وګټي. د یادونې وړ ده چې دغه سیالي په نوي زیلنډ هیواد کې ترسره شوې.

په دې اړه زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: