1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان سريلانکا ته ماته ورکړه

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي د ۲۰۱۲ کال نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د چمتوالي په درشل کې په یوه تمریناتي لوبه کې د سریلانکا الف لوبډلي ته ستره ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/169s7
انځور: DW

د دغي شل اوریزی لوبي ټاس د سریلانکا الف لوبډلي وګاټه او افغانستان ته ئې د توپ وهني (بیټینګ) کولو بلنه ورکړه، افغانستان لوبه پیل کړه. که څه هم چې کپتان نوروز منګل او جاوید احمدي بې له دې چې کومه منډه جوړه کړي وسوځیدل، خو محمد شهزاد محمدي او اصغرستانکزي په زړه پوري لوبه پیل کړه او په لومړیو لسو اورونو کې ئې ملګرتیا ترسلو منډو واوښته.

د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي په ټاکل شویو شلو اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۹ منډي جوړي کړې او سیالي لوبډلي ته ئې د ۲۱۰ منډو هدف ورکړ.

په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ مشهوري لوبډلي په اسانۍ سره نشي کولای تر۲۰۰ زیاتي منډي جوړي کړي خو افغانستان په داسي حال کې د سریلانکا الف لوبډلي ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه، چې د دغه هیواد د ملي لوبډلي لوبغاړي هم په الف لوبډله کې د افغانستان په وړاندي و لوبېدل.

د افغانستان له لوري محمد اصغرستانکزی په ۳۹ توپونو نیمه سلیزه (پنخوسیزه) پوره کړه، محمد شهزاد محمدي بیا په ۲۴ بالونو ۴۸ تیزي منډي جوړي کړې، ښه لوبه ئې و کړه خو پنځوسیزي ته تر رسیدو دمخه ناهیلی شو.

محمد نبی عیسی خیل چې تیره اوونۍ ئې په ویست اینډیز کې د ټي این ټي په تورنمنټ کې د غوره لوبغاړي لقب هم ترلاسه کړ، یو ځل بیا خپله وړتیا وښووله او په خپل جادویي بیټینګ سره ئې توپونه د لوبي له میدانه دباندي ویستل.

محمد نبي عیسي خیل په ۲۴ بالونو۵۱ منډي جوړي کړې، پنځه شپږیزي او دوه څلوریزي ئې ووهلې، د ده ترڅنګ شفیق الله شفق ۲۶ منډي او ګلبدین نایب په خپل وار سره ۲۳ منډي جوړي کړې.

د سریلانکا الف لوبډلي توپ وهنه (بیټینګ) پیل کړ، که څه هم چي په اول اور کې ئې ۲۲ منډي جوړي کړې خو افغان لوبغاړي په توپ اچونه (بالینګ) کي هم ښه وځلیدل.

د سریلانکا الف لوبډلي په ۱۸،۲ اورونو کي د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۸ منډي جوړي کړې او وایې نشو کولای د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي افغانستان د ۵۱ منډو په توپیر سره لوبه د ځان په ګټه پای ته ورسوله.

د افغانستان له لوري دولت ځدران د سریلانکا درې لوبغاړي، محمد نبي عیسي خیل، سمیع الله شینواري او محمد نسیم بړیڅ دوه دوه لوبغاړي او شاپور ځدران یو لوبغاړی وسوځاوه، د دغي لوبي غوره لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل ونومول شو.
افغانستان به خپله دومه شل اوریزه تمریناتي لوبه د دوشنبې په ورځ د ویسټ اینډیز په وړاندي وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۲ کال نړیوالي شل اوریزي سیالۍ د سپتمبر د میاشتي پر اتلسمه نېټه، په سریلانکا کې پیل شي. په دغو نړیوالو سیالیو کې د دوولسو هیوادونو لوبډلي برخه لري چې لس ئې د کرکيټ د نړیوالي شورا پوره غړیتوب لري او پاته دوې لوبډلي چې افغانستان او ایرلنډ دي د ټاکنیز پړاو له لاري ئې نړیوال جام ته لاره موندلې ده.

افغانستان به د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له هندوستان هیواد سره وکړي.

نصرالله وفا/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل