1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، عمان ته ماته ورکړه

سيدرياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

افغانستان د آسیا کريکټ شورا په «پریمیر لیګ» سیالیو کې عمان ته ماته ورکړه. د عمان ټوله لوبډله د ۱۸۶ منډو په جوړولو سره وسوځیده. افغانستان ټاکلی هدف په ډیري آسانۍ سره په ۳۴ اورو کې پوره کړ.

https://p.dw.com/p/1Btyj
انځور: Munir Uz Zaman/AFP/Getty Images

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پوري لوبه کې د عمان لوبډلي ته ماته ورکړه. دا د پریمیر لیګ په سیالیو کې د افغانستان دریمه لوبه ده چې ګټي يې. افغانستان تیره ورځ پر مالیزیا باندي لوبه بايلوله.

افغانستان تر ټاس یا پچي ګټلو وروسته، د عمان لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د عمان لوبډله په دغو سیالیو کې تر اوسه ډیره ښه ځلیدلې او د پواینټونو له مخې یې په لومړي مقام کې ځای درلود. افغانستان تیره ورځ پر مالیزیا باندي د لوبې د بایللو له کبله لومړی مقام له لاسه ورکړی وو او دریم مقا ته راکښته شوی وو، خو د ننۍ لوبې تر ګټلو وروسته یې بیرته لومړۍ مقام تر لاسه کړ.

د عمان لوبډلي په لومړي سر کې ښه بېټنګ یا توپ وهنه وکړه او لومړۍ وېکټه يې د ۷۶ په مجموعي منډو ولویده. تر هغه وروسته د عمان لوبغاړي د افغان بالرانو یا توپ اچونکو پر وړاندي ټینګ نه شول او د ۱۲۷ په مجموعي منډو یې ۷ لوبغاړي سوځیدلي ول. له مالیزیا سره د تیري ورځي په پرتله نن افغان توپ اچوونکي ښه وځلیدل، په ځانګړې توګه سپېنران یا ورو توپ اچوونکي.

سپېن بالرانو د عمان د توپ اچوونکو د رنزونو یا منډو جوړولو مخه ونيوله. د عمان ټوله لوبډله په ۴۸ اورو کې د ۱۸۶ منډو په جوړولو سره وسوځیده. د عمان د لوبډلې له لوري تر ټولو زیاتي منډي زیشان مقصود جوړي کړې چې په ۶۱ توپونو ۴۳ منډې وې. محمد نبي او سمیع الله شینواری درې درې او امیر حمزه دوې وېکټې واخیستې.

تر هغې وروسته افغان توپ وهونکو د ۱۸۷ منډو د پوره کولو په تعقیب بېټنګ پېل کړ. که څه هم چې د افغان لوبډلي پیل ښه نه وو او د ۲۳ په مجموعي منډو کې د افغانستان لومړنی لوبغاړی عثمان غني چې په لومړنیو دوو لوبو کې ډیر ښه ځلیدلی وو آوټ شو.

د افغانستان دویمه وېکټه د ۵۰ په مجموعي منډو ولویده. خو تر هغې وروسته افغان توپ وهوونکو لوبه کابو کړه. افغانستان د ۱۸۷ منډو هدف په ۳۴ وور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ او عمان ته یې په لوی توپیر سره ماته ورکړه.

د افغان لوبډلي له اړخه د نور علي ځدراڼ ۶۷ او د نثار احمد ۳۶ منډي د پام وړ وې. افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د می میاشتې پر اوومه نېټه له نیپال سره تر سره کړي. دغه لوبي د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې تر سره کیږي.