1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان غواړي تاپي د اقتصادي ودې په یوه چانس بدله کړي

۱۳۹۷ فروردین ۳۰, پنجشنبه

افغانستان غواړي ‎د تاپي پروژه د ځان له پاره د اقتصادي ودې په یوه چانس بدله کړي او تر څنګ یې نورې پروژي هم پر مخ یوسي. خو د دې هر څه له پاره باید لومړي د تاپي پروژې کار پیل شي.

https://p.dw.com/p/2wJyH
Turkmenistan TAPI Gaspipeline Projekt
انځور: ARG

تاپي پایپلاین چې پکښې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هیوادونه شامل دي، لومړی څو لسیزې مخکې وړاندیز شوه. خو له لومړي سره په دې برخه کې ستونزه له افغانستان څخه د پایپلاین تیرول وه. په دې برخه کې خنډ د افغانستان امنیتي وضعیت په ګوته کیدی.

خو اوس بالاخره د افغانستان په هرات ولایت کې د تاپي پروژې د ترسره کولو له پاره د سروې چارې پیل شوې دي. د پایپلاین د غځولو چارې په د روان کال په منې کې شروع شي.

خو اوس هم په دې برخه کې خنډونه موجود دي چې پکښې د پروژې د پنځه سلنه لګښت له پاره چې افغانستان یې باید ورکړي، د تمویل کوونکو موندل هم شامل دي. د افغانستان د کانونو سرپرست وزیرې نرګس نهان، په دې اړه وایي: «هغوی [تمویل کوونکي] له ځان څخه پوښتي چې که یوه پروژه چې له دیرشو کلونو راهیسې پلان شوې ده، تر اوسه پورې په عمل کې نه ده پیاده شوې، څرنګه کیدای شي چې اوس په څو کلونو کې عملي شي.»

که څه هم طالبانو له دې پروژې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی، خو اوس هم امنیتي وضعیت د چارو د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګڼل کیږي.

Karte TAPI Gas-Pipeline Englisch NEU

د تاپي پایپلان به په کال کې ۳۳ میلیارده کیوبیک متره ګاز له ترکمنستان څخه هند ته ولیږدوي. د دې پایپلان اوږدوالی به ۱۸۰۰ کیلومتره وي او د افغانستان او پاکستان له لارې به هند ته رسیږي. د افغانستان برخه به په کال کې ۵ میلیارده کیوبک متره ګاز وي چې د دې هیواد اړتیا به پوره کوي.

د اسیا پرمختیايي بانک د افغانستان د څانګې مسئول سامیول تیمانوه، ویلي دي چې دغه بانک د افغانستان ونډه لګښت په دې پروژه کې پر غاړه اخلي او نړیوال بانک بیا له افغانستان سره مرسته کوي چې له دې پروژې څخه ترلاسه شوی ګاز په بریښنا بدل کړي او د خپلې اړتیا برخه بریښنا په کور کې تولید کړي. تیمانوه زیاته کړې چې په هرات ولایت کې د ګاز د ویشلو یوه پروژه به همدارنګه د دې ولایت د اوسیدونکو کورونو ته ګاز ورسوي.

هغه ویلي: «دا به په یوه صنعتي ښار باندې د هرات د بدلیدو چانس رامنځ ته کړي.»

د افغانستان لومړیتوبونه

د افغانستان د بریښنا شرکت اجرايیه وي مشر امان غالب، وایي چې دغه شرکت غواړي افغانستان ته د پروژې له رسیدو سره د بریښنا بټۍ جوړې کړي او له دې ګازه بریښنا تولید کړي.

غالب زیاته کړه چې افغانستان غواړي د تاپي پروژې تر بشپړیدو پورې له دې پایپلاین څخه ډیر ګاز ترلاسه کړي. تمه کیږي چې تاپي به تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ګاز په لیږدولو پیل وکړي.

خو د اسیا د پرمختیايي بانک مشر وایي چې کیدای شي دغه پروژه یو څه نوره هم د بسنټونو د رامنځ ته کولو له کبله وځنډیږي. پر دې سربیره به افغانستان هر کال د ګازو د ترانزیت له کبله لږ تر لږه ۴۰۰ میلیونه ډالر تلاسه کړي.

نهان ټینګار کوي چې افغان حکومت غواړي چې اوس په دې پروژه کې بهرنۍ او کورنۍ پانګې جلب کړي. هغه زیاتوي چې دغه پروژه به ژر د پانګوالو له پاره ګټه راوړي.