1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان غواړي له پاکستان سره ستراتيژيک سند لاسليک کړي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۱۵, یکشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دغه هيواد دې ته تيار دئ چي له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاریو سند لاسليک کړي. خو په يوه شرط چي پاکستان د دغه تړون د محتوا پابنده وي.

https://p.dw.com/p/17XIp
Janan Musazai, Sprecher von Afghanistan's Außenministerium zu sehen. *** Bild von Hosain Sirat, DW August 2011
Janan Musazai Sprecher Außenministerium Afghanistanانځور: DW

د دواړو هيوادونو چارواکو موافقه کړې ده، چي د ستراتيژيکو همکاریو سند لاسليک کړي، خو تراوسه پوري دغه توافقتنامه عملي سوې نه ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير جانان موسی زي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱‍۳کال د فيبرورۍ ۳) په کابل کي خبريالانو ته وويل: «موږ غواړو چي افغانستان له پاکستان سره ستراتيژيکي اړيکي ولري. خو د ستراتيژيکو همکاريو د تړون لاسليکول چي يوازي د دغي موافقتنامې د غذ و لاسليکولو ته محدوده سي د يوه هيواد په گټه نه ده.»

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي، چي افغانستان هغه مهال له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاریو تړون لاسليکوي، چي پاکستان افغانستان ته د جنگياليو او ځانمرگو لېږل ودروي.

خو پاکستان دغه ادعاوي رد کړي دي. پاکستان او افغانستان په تيرو يوولسو کلونو کي پر دې سربيره چي د سولي راوستلو له پاره ئې تلاښونه کړي دي ترينگلي اړیکي لرلې.

افغانستان پاکستان تورنوي چي په خپله قبائيلي سیمه کي ئې تندلارو ته ځای ورکړی دئ، چي دغه ډلي بيا په افغانستان کي د تاوتريخوالي او جنگ سبب سوي. خو پاکستان دغه تورونه هر وخت رد کړي دي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، چي داسي اميدونه سته چي دواړه هيوادونه د دغه ډول سند پرلاسليکولو باندي موافقې ته ورسيږي: «غواړو چي دغه تړون هغه مهال لاسلیک سي، چي پکښې ټول درج سوي مواد په بشپړه توگه تطبيق کړو.»

له بلي خوا افغاسنان ټينگار کړی دئ، چي پاکستان د سولي په پروسه کي مهم رول لري. په دې وروستيو کي پاکستان د افغانستان په غوښتنه يو شمېر طالب چارواکي له خپلو زندانونو څخه آزاد کړل.

افغانستان د پاکستان له دغه اقدام څخه هرکلی وکړ او وئې ويل چي په دغو آزادو سوو طالبانو کي داسي کسان سته چي د سولي د پروسې ملاتړ او مرسته کوي. ترڅو په دغه هيواد کي جنگ پای ته ورسيږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چي افغانستان د طالبانو له هغو مشرانو سره خبري کوي چي د خبرو اترو له لاري د افغانستان د قضيې حل غواړي.

هغه زياته کړه چي افغانستان به د هغو ډلو او کسانو پرضد خپلي مبارزې ته دوام ورکړي، چي په دغه هيواد کي د سولي او ثبات ضد دي.