1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ـ په درو ولايتونو کي بريدونو ۳۰ تنه ووژل

۱۳۹۶ اسفند ۵, شنبه

د خبري آژانسونو د خبرونو له مخي د کابل د شش درک په سيمه کي يوه چاودنه سوې ده.په هلمند او فراه ولايتونو کي هم خونړي بريدونه سوي دي.

https://p.dw.com/p/2tG6p
Afghanistan Kabul Angriffe auf Sicherheitskräfte
انځور: Reuters/M. Ismail

د اسوشيېتد پريس خبري آژانس د خبر له مخي د کابل بريد يو ځانمرګی بريد ؤ. د لومړنيو معلوماتو له مخي په دغه چاودنه کي لږ تر لږه يو کس وژل سوی او ۶ نور ژوبل سوي دي. خو د کورنيو چارو وزارت ويلي چي د مرګ ژوبلې دغه شمېرې ښايي وروسته زياتي سي.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش د دغې چاودنې پخلی کړی دی. نوموړي ويلي چي دغه چاودنه د شش درک په سيمه کي د شنبې په سهار (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲۴مه) وسوه.

شش درک هغه سیمه ده چي پکښي يو شمېر دپلوماتيک دفترونه واقع دي. د ناټو مرکزي دفتر هم دغې سيمي ته نژدې دی او د امریکا د متحده ايالاتو سفارت هم ورڅخه ليري نه دی.

تر اوسه هيڅ کومي ډلې د دغه بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې. خو د طالبانو وسله واله ډله او داعش په کابل کي تر مخه د څو خونړيو بريدونو پړه په غاړه اخيستې وه.

له بل اړخه يو بل افغان چارواکي ويلي چي د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کي په دوو بېلو ځانمرګو بريدونو کي لږ تر لږه ۶ امنيتي کسان وژل سوي دي.

د هلمند د ولايت وياند عمر ځواک ويلي چي يوه پېښه د نادعلي په ولسوالي کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي سهار وختي يو ځانمرګي بريد کوونکي چي په موټر کي سپور ؤ، د اردو قرارګاه ته ځان ورساوه. هغه وويل چي عسکرو پر دغه بريد ګر ډزي وکړې خو دا چي موټر د قرارګاه دروازې ته رسېدلی ؤ نو دوه عسکر ووژل سول او يو بل ژوبل سو.

د ځواک په وينا دويم بريد په لښکرګاه کي د يو پوځي مقر سره نژدې تر سره سو. د هغه په وينا دا هم يو ځانمرګی بريد ؤ چي يو امنيتي کس پکښي وژل سوی او ۷ ملکيان پکښي ژوبل سوي دي.

قاري يوسف احمدي د وسله والو طالبانو په استازيتوب د هلمند د دواړو بريدونه پړه په غاړه اخيستې ده. 

د افغانستان په فراه ولايت کي هم د افغان امنيتي قواوو پر پوسته يو دروند وسله وال بريد سوی دی. ويل سوي چي په دغه بريد کي ۲۵ حکومتي امنيتي کسان وژل سوي دي. د فراه ولايتي جرګې استازي خير محمد نورزي ويلي چي دغه بريد د بالابلوک په ولسوالي کي د جمعې په ورځ ناوخته د شپې تر سره سو. د هغه په وينا د بريد کوونکو او عسکرو تر منځ د ډزو تبادلې تر سهار پوري دوام وموند. د نورزي په وينا بريد وسله والو طالبانو کړی او دا چي دغه پوسته يې تر څو وخت پوري په ولکه کي وه. د نورزي په وينا وروسته طالبانو له دغه پوستې څخه وسلې ټولې کړې او له ځان سره يې يووړې.