1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان له آلمان څخه ایستل شوي کډوال مني»

آژانسونه / سيد رياض۱۳۹۴ آبان ۱۱, دوشنبه

اسوشیتد پرس خبري آژانس د یوه افغان چارواکي په حواله ویلي دي چې افغانستان به ټول هغه کډوال بیرته مني چې له آلمان څخه ایستل شوي وي. آلمان د هغو سلونو زرونو کډوالو پر ځایولو بوخت دی چې سږ کال اروپایي هیوادونو ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1Gy89
انځور: AP
تر سوریایي وگړو وروسته افغانان سږ کال اروپا ته د مهاجر شوو کسانو دوهم ستر شمیر جوړوي. د چارواکو په وینا د اټکلونو له مخې شا او خوا ۱۲۰ زره افغانان په قانوني او غیر قانوني توگه له خپل وطن څخه وتلي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر تیره اوونۍ په نسبي توگه له امن څخه د برخمنو سیمو څخه د دومره ډیر شمیر افغانانو راتگ د «نه منلو» وړ وباله او خبرداری یې ورکړ چې ښایي د دغو کسانو ډیره برخه بیرته واستول شي. توماس دیمیزیر ویلي وو چې آلمان ته د راتلونکو کسانو په ډله کې «مخ پر زیاتیدونکي توگه د منځني قشر په شمول له کابل څخه» کسان شامل دي.

آلمان چې د اوږدې مودې له پاره یې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په ماموریت کې ونډه درلوده، اوس یې هم ۹۴۴ سرتیري د ناټو د روزنیز ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې مستقر دي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي، له قوله زیاته کړې ده چې د ژنیو د کنوینسیون د لاسلیکونکي هیواد په توگه، افغانستان د دې مکلفیت لري چې خپل هغه وگړي بیرته ومني چې په کوم هیواد کې یې د پناه غوښتنه رد شوي وي.

د ظفر هاشمي په خبره افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل په نزې موده کې پر دغې موضوع بحث کړی دی.

خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدو وزیر حسین عالمي بلخي، تر دې د مخه له آلمان څخه افغانستان د کډوالو د بیا راستنولو له پریکړه سره مخالفت ښوولی وو. هغه له اسوشیتد پرس خبري آژانس په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې چې کابل «په زوره له هر هیواد څخه د هر وگړي هغه ځای ته د ستنولو پر ضد دی له کوم څخه چې راغلی وي.» هغه زیاته کړې وه: «هغه ستونزه چې هغوی یې د افغانستان پریښودولو ته اړ کړي، په لومړي سر کې هغه نه ده حل شوي. لا هم جگړې، شخړې او نا امني شته.»

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي دي چې د وزیر د نړیوالو چارو سلاکار روح الله هاشمي، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د ولسمشر غني پریکړه به تطبیق شي او په وینا یې په داو طلبانه توگه د مهاجرو د بیا ادغام پلان به د ډيپورټ شوو کسانو له پاره وغځول شي.