1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له امریکا او ناټو سره تړونونه لاسليک کړل

مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۸, سه‌شنبه

افغانستان د سه شنبې په ورځ له امریکا متحدو ایالاتو او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ملي امنیت سلاکار، په کابل کي د امریکا سفیر او د ناټو ملکي استازي تر منځ لاسلیک شول.

https://p.dw.com/p/1DNfL
حنيف اتمر او کننگم د تړون د لاسليکولو پرمهال
حنيف اتمر او کننگم د تړون د لاسليکولو پرمهالانځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

له امريکا سره امنیتي تړون او په افغانستان کې د ناټو حضور د دوام سندونه د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کي د امریکا له سفیر جیمز کانینگم او دغه راز د ناټو ملکي استازي موریتس یوخیمز تر منځ لاسلیک شول.

د دغه تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونه حضور ولري او د افغان امنیتي ځواک د روزني بهیر ته به دوام ورکړي.

په پلان کې ده چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۱۵م کاله په افغانستان د ۱۲۵۰۰ په شاوخوا کې عسکر ولري. په دغو عسکرو کي به ۹۸۰۰ امریکایان وي.

د تړون د لاسلیکدو پر مهال افغان ولسمشر اشرف غنی احمدزي، د هغه دواړو مرستیالانو، اجرائیه وي رئیس او د هغه مرستیالانو حضور لاره. د تړون تر لاسلیکیدو وروسته ولسمشر غني وویل: «نن افغانستان خپل ملي حاکمیت په اساسي توگه ترلاسه کوي. تر اوسه پوري نړیوالو د ملگرو ملتونو د پریکړي پر اساس په افغانستان کې له قوې څخه کار اخیسته [...] نن موږ د افغانستان د حکومت مساوات له نورو حکومتونو سره تامین کړ.»

د غني امنيتي سلاکار محمد حنيف اتمر او په کابل کي دامريکا سفر جيمس کننگم
د غني امنيتي سلاکار محمد حنيف اتمر او په کابل کي دامريکا سفر جيمس کننگمانځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

په کابل کي د امریکا سفير کننگم د تړون تر لاسليکولو وروسته وويل: «دغه تړون تر هغه وروسته چي په افغانستان کي د ايساف ماموریت پای ته رسیږي د دغه هيواد له امنيتي ځواکونو سره د امريکا د مرستي د دوام زمينه برابروي.»

ولسمشر غني ټینگار وکړ چې دغه تړون د افغانستان په گټه دی. هغه وویل چې له امریکا متحدو ایالاتو سره امنیتي تړون تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په ډیري ځیرتيا سره ارزولی وو او له دې کبله یې له هغه څخه مننه وکړه.

غني ټینگار وکړ چې تر دې وروسته به افغانستان په بشپړه توگه خپله هوایي او ځمکني بشپړتیا ولري. هغه زیاته کړه: «د دې تړون له مخې نړیوالي مرستي د افغانستان د ارگانونو د تقوې له پاره مصرفیږي، د قوې د استعمال پریکړه افغان حکومت کوي، نړیوالي مرستي د امکان تر حده پوري د افغانستان د بودجې له خوا مصرفیږي، په دې شرط چې موږ کافي اصلاحات راولو.»

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې یووار بیا د افغانستان گاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکړ چې له دې تړون سره د هغوی ملي بشپړتیا ته گواښ نه رامنځ ته کوي: «د تړون له مخې به زموږ په خاوره کې هیڅ ډول کیمیاوي او یا هم هستوي وسلې ځای پر ځای نه شي.»

د دباندي گواښ پر وړاندي اقدام

د افغانستان نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، وویل چې امریکا متحد ایالات او نړیواله ټولنه به له افغانستان سره «د جدي غوښتني» په صورت کې د بهرنیو گواښونو پر وړاندي مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: «که چیري زموږ خاوره له جدي گواښ سره مخامخ شي موږ کولای شو چې غوښتنه وکړو او تر هغه وروسته به بیا دواړه حکومتونه یو ځای اقدام وکړي.»

په داسي حال کې چې غني هیله څرگنده کړه چې د امریکا متحدو ایالاتو او افغانستان تر منځ د تړون پر وړاندي په راتلونکې کې ستونزې رامنځ ته نه شي، د تړون دواړه اړخونه کولای شي چې د دوو کلونو په جريان کې له هغه څخه ووځي.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم له نسکوریدو راهیسي وسله واله جگړه روانه ده. طالبان او نورې یاغي ډلې د خپلې جگړې یو اصلي لامل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور گڼي. خو ولسمشر غنی وویل لاسلیک شوي تړونونه له سولې سره مرسته کويٍ: «دا مفاهمه د سولې زمینه برابروي نه دا چې د سولي مخه نیسي.»

تر دې دمخه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا متحدو ایالاتو سره د دغه تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه او د هغه اصلي شرط یې په افغانستان کې د سولي راتلل گڼلي وو.