1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له ایرلند سره پنځه لوبې کوي

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله به د جولای په میاشت کې د ایرلند له ملي لوبډلې سره پنځه یو ورځینۍ لوبې وکړي. افغان لوبغاړو د سه شنبې په ورځ په یوې څلور ورځینۍ لوبه کې نمیبیا ته سخته ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/1ITvJ
انځور: picture-alliance/dpa/Lukas Coch

افغانستان او ایرلند د کریکټ د نړیوالې شورا اسوشیت غړو په کتار کې تر ټولو پیاوړې دوه لوبډلې بلل کیږي. افغان لوبغاړو د ۲۰۱۶ کال په شل اوریز نړیوال جام کې ډیره ښه لوبه وکړه او یو ځل بیا یې د نړیوالو پام ځان ته واړوه.

ایرلند او افغانستان به د جولای میاشتې له ۱۰مې نیټې څخه بیا تر ۱۹مې پورې یو له بل سره څلور یو ورځینۍ لوبې وکړي. ایرلند به تر دې وروسته بیا له سریلانکا او پاکستان سره هم دغسې لوبې وکړي.

د ایرلند روزونکي جان بروسویل، په یوې بیانیه کې ویلي دي: «موږ د لوبو د شمیر او نوعیت له لحاظه دې ته د نزدې کیدو په حال کې یو چې خپل نړیوال پرمختګ ته دوام ورکړو.»

هغه زیاته کړې ده: «په هره اندازه چې موږ په مختلفو حالاتو کې لوبې وکړو په هماغه اندازه کولای شو چې لا ډیر څه زده کړو.» هغه ویلي دي: «زه تمه لرم چې د افغانستان پر وړاندې د پنځو لوبو لړۍ به سخته او له رقابته ډکې وي.»

بروسویل د افغانستان وروستیو بریاو ته په اشاره کولو سره ویلي دي: «هغوی [افغان لوبغاړو] د زیمبابوي پر وړاندې د یو ورځینو او شل اوریزو لوبو فوق العاده لړی لرلې. پر دې سربیره هغوی په نړیوال شل اوریز جام کې هم ښه ولوبیدل او د دې سیالیو اتلې لوبډلې ویست اندیز، ته یې ماتې ورکړه.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب