1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له سریلانکا سره پای لوبي ته راوتی

۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبه

د افغانستان د کرکیټ د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله د ۲۰۱۲ کال د نړیوال پنځوس اوریز جام د سیالیو په ترڅ کې د جمعې په ورځ د نهم مقام او (Plate Championship) د ګټلو په موخه په وروستۍ لوبه کې له سریلانکا سره مخامخیږي.

https://p.dw.com/p/15vTq
انځور: Afghanistan Cricket Board

تر هغه وروسته چې د افغانستان د کرکیټ د نولس کلنو لوبډله د ۲۰۱۲ کال د نړیوال جام په سیالیو کې له پر مخ ته تللو ناهیلې شوه د دویم جام یا (Plate Championship) له پاره ئې خپلې لوبې پیل کړې.

افغانستان په «یو پر څلورم فاینل» لوبه کې «پی این جي» او بیا په «نیمه فاینل» لوبه کې له زیات تفاوت سره سکاتلند ته ماتې ورکړه او په دې ترتیب سره ئې د دغو سیالیو فاینل یا وروستي پړاو ته لاره وموندله.

د (Plate Championship) لوبې د هغو اتو لوبډلو تر منځ پيل شوي دي چې د نړیوال جام په روانو سیالیو کې «يو پر څلورم فاینل» لوبو ته په رسیدو نه دي توانېدلي.

د افغانستان د کرکیټ د نولس کلنو لوبډلې د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې په خپل ګروپ کې له پاکستان او نیوزیلند څخه ماتې وخوړه. په دې ترتیب سره نو افغانستان په استرالیا کې د نړیوال جام په سیالیو کې له پر مختگ څخه نا هیلی شو.

افغانستان ددی سیالیو په لړ کې یوازې د سکاتلند پر وړاندې لوبه کې بریا تر لاسه کړه او پخپل ګروپ کې ئې تر پاکستان او نیوزیلند وروسته دریم ځای وگاټه.

د افغانستان د کرکیټ د نولس کلنو ملي لوبډلې په نیمه پای لوبه (سیمې فاینل) کې سکاتلند ته په ماتې ورکولو سره د لسو غوره هیوادونو په کتار کې ځای ونيو. که افغانستان د جمعې په ورځ سریلانکا ته چې د کرکیټ د نړیوالې شورا پوره غړیتوب هم لري ماتې ورکړي نو د نړۍ په کچه به نهم مقام وگټي.

د کرکیټ د ۲۰۱۲ کال د نولس کلنو د نړیوال جام سیالۍ د اګست میاشتې په ۱۱مه نیټه په استرالیا کې پیل شوي دي او د جمعې په ورځ پای ته رسیږي. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۶ هیوادونو برخه اخیستې وه.

نصرت الله وفا
کتونکی: مسعود جهش