1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: له مخدره موادو سره مبارزه سيمه ييزه همکاري غواړي

حسين سيرت۱۳۹۲ بهمن ۸, سه‌شنبه

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزرات غواړي سیمه ییزي همکارۍ رامنځ ته کړي. د افغانستان ګاونډي هیوادونه وایي چې بې له سیمه ییزي همکارۍ له مخدره موادو سره موثره مبارزه کیدای نه شي.

https://p.dw.com/p/1AyVX
انځور: AP

د روسیې، ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا هیوادونو استازي په کابل کې په یوه دوه ورځیني کنفرانس کي سره راټول شوي دي. د روسیې او ایران استازو په دې کنفرانس کې د افغانستان د مخدره موادو له اړه د ور رسېدلو تاوانونو خبري وکړې.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر مبارز راشدي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۸) په دغه کنفرانس کې وویل: «زموږ غوښتنه له ګاونډیو هیوادونو څخه دا ده چې د قانون تطبیقول او د قاچاق وړونکو تعقیبول ډیر کړي. زه هیله لرم چې موږ به وکولای شو په دې برخه کې ځیني بدلونه راولو.»

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر وویل چې د هغه کاري لومړیتوب دا دی چې د کوکبارو له پاره بدیل کښت رامنځ ته کړي او د کوکنارو کښت په دې هیواد کې راکم کړي. هغه په دې کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې په دې کار سره به په افغانستان د کوکنارو کښت راکم شي.

دیرش زره قرباني

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان پر بیارغوني باندي د څارني ادارې سیګار ګواښ کړی دی چې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ډیر شوی دی. دې ادارې ویلي ول چې د دې خطر هم شته چې افغانستان په یوه داسي هیواد واوړي چي له مخدره مواد په سبب جنايتونه پکښې ډېر وي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر اندرې اویستیسیان، په دې غونډه کې وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د تولیدیدونکو مخدره موادو له کبله ډیر زیان لیدلی دی. هغه زیاته کړه: «زه تاسو ته د هغو کسانو شمیره وایم چې هر کال په روسيه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. هر کال۳۰۰۰۰ روسان په افغانستان کې د تولیدونکو مخدره موادو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا یوه ډیره لوړه شمېره ده.»

دغه روسي چارواکي روښانه کړې ده چې هیواد یې تر بل هرڅه ډیر زیان د هغو مخدره موادو له کبله زغمي چې په افغانستان کې تولیدیږي. هغه روښانه کړه چې د افغانستان مخدره مواد د روسیې له لاري نه قاچاقیږي، بلکي ډیره برخه یې په همدې هیواد کې مصرفیږي.

په کابل کې د روسیې سفیر ټینګار وکړ چې هیواد یې تر بل هر هیواد ډیر په افغانستان کې له مخدره موادو سره مبارزې ته ژمن دی او غواړي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ګډ کار

په عین حال کې په افغانستان کې د ایران سفیر رضا بهرامي، په دې غونډه کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې د مخدره موادو د قاچاق له کبله ډیري قربانۍ ورکړي دي.

بهرامي وویل چې له مخدره موادو سره موثره مبارزه سیمه ییزي همکارۍ ته اړتیا لري او دا چې یو هیواد کولای نه شي چې په یوازیتوب سره له مخدره توکو سره مبارزه وکړي.

هغه وویل: «له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې باید د دایمې همکارۍ یوه پالیسي موجوده وي. موږ باید د داسي یوه مسیر پر لور حرکت وکړو چې په راتلونکې کې وکولای شو چي د سیمه ییزو همکاریو یو تړون لاسلیک کړو.»

ایران د افغانستان د مخدره موادو د قاچاق یو مهم مسیر دی. افغانستان تل ویلي دي چې سیمه ییز هیوادونه باید د مخدره موادو د قاچاق په برخه کې او د هغو کیمیاوي موادو د وارداتو د مخنیوي له پاره چې په مرسته یې تریاک په هیروین بدلیږي، له افغانستان سره همکاري وکړي.