1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له چین سره ستراتیژیک سند لاسلیکوي

۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا، ویلي دي چې افغانستان او چین اوس د ستراتیژیکو همکاریو پر یوه سند باندې کار کوي چې په راتلونکې کې به د دواړو هیوادونو د مشرانو له خوا لاسلیک شي.

https://p.dw.com/p/154V7
انځور: AP

د ښاغلي تمنا په خبره اوس افغانستان او چین د دغه سند پر اصلي موادو باندې کار کوي. هغه هیله څرگنده کړه چې دغه سند به په روان کال کې لاسلیک شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال له المان غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې د چین او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون لومړنۍ مسوده لا وختي جوړه شوې ده او دواړه هیوادونه سره خبرې اترې کوي چې د دواړو اړخونو د گټو په پام کې نیولو سره پر دې سند باندې پریکړه وکړي.

د تمنا په خبره افغانستان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالې ټولنې د یوه فعاله غړي په توگه پاتې شې او له دې کبله دې هیواد ته ډیره مهمه ده چې له نړیوالې ټولنې سره اوږد مهاله ستراتیژیک همکارۍ ولري:

«هغه ترخه تجربه چې موږ په نوي یمو میلادي کلونو کې درلوده او افغانستان ئې له ستونزو سره مخامخ کړ، موږ نه غواړو چې هغه تجربې بیا تکرار شي. په اروپا، امریکا، او د نړۍ په نورو برخو کې له هیوادونو سره د ستراتیژیکو تړونونو لاسلیکول د افغان حکومت له بهرنیو سیاستونو څخه دئ. ځکه چې موږ غواړو افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالې ټولنې د یوه فعال غړي په توگه پاتې شي.»

چین اوس د نړۍ د ډیرو پیاوړو هیوادونه په ډله کې شمیرل کیږي. د دغه هیواد اقتصادي او پوځي قدرت هغه په سیمه او نړۍ کې له ځانگړي ارزښت څخه برخمن کړی دئ. له چین سره د ستراتیژیک سند لاسلیکول کیدای شي چې د افغانستان د اقتصاد له پاره ډیر گټور ثابت شي.

په پلان کې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان څخه ټول نړیوال ځواکونه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغان چارواکو ته وسپارل شي. د دې له پاره چې افغان حکومت په دې خبره ځان مطمئن کړي چې تر دې نیټې وروسته هم یوازې نه پریښودل کیږی، له بیلابیلو هیوادونو سره ستراتیژیک سندونه لاسلیکوي.

افغانستان تر دې مخکې له متحده ایالاتو، هندوستان، المان او یو شمیر نورو هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي.

په داسې حال کې چې یو شمیر کارپوهان له قوي هیوادونو سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو لاسلیکدول، د دغه هیواد په گټه بولي خو یو شمیر نور کارپوهان بیا وایي چې دا سندونه به د افغانستان له پاره کوم خاص بدلون رامنځ ته نه کړي.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم