1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان لوبه وبایلله، خو زړونه ئې وگټل

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

د افغانستان د کرکيټ بورډ اجرائیوي مشر نسیم الله دانش، ویلي دي چې له پاکستان سره د لوبې د ترسر کولو اصلي موخه د پنځوس اوورونو لوبول او د افغان لوبغاړو ژر نه سوځیدل وو، نه د لوبي گټل.

https://p.dw.com/p/141w0
انځور: AP

د جمعې په ورځ د افغانستان د کرکيټ د لوبډلې د مینه والو خوبونه په رښتیا بدل شول. د دغې ډلې په زرگو مینه وال په شارجه کې د افغانستان او پاکستان د کرکیټ د ملي لوبډلو لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه په ژوندي ډول لیدله خو د نړۍ په بیلابیلو برخو کې بیا په میلیونونه کسان د تلویزیو له لارې د دې تاریخې لوبې لیدونکي ول.

که څه هم افغانستان په دغه لوبه کې ماته وخوړه، خو د ښې لوبې په ترسره کولو سره ئې د نړیوالو پام ځان ته راواړوه. ښایې افغان لوبډلې د کرکیټ په نړیوالې شوری (ICC) کې د تيم اندرسن ادعا ثابته کړې وي. هغه ویلي وو چي افغان لوبډله د لویو لوبو کولو توان لري.

د افغانستان د کرکیټ مینه والو خپله لوبډله ستایله ده.
د افغانستان د کرکیټ مینه والو خپله لوبډله ستایله ده.انځور: AP

نسیم الله دانش له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله ډیره ښه ولوبیده. دانش زیاته کړه چې افغان لوبډلې د جمعې په ورځ له پاکستان سره په لوبه کې د نړیوالو توجه جلب کړې ده.

هغه وویل چې د جمعې د ورځې لوبه په نړیواله کچه ستایل شوې ده. د دانش په خبره د کرکیټ چارواکي په دې آند شوي دي چې د افغانستان لوبډله د لوړې کچې لوبې وړتیا لري او باید ورته د نورو لوبو زمینه برابره شي.

دانش د جمعې د ورځې په لوبه کې د افغان لوبډلې توپ اچول او فیلډنگ وستایل خو ویویل چې د منډو جوړولو په برخه کې ځینې ستونزې موجودې وې. دانش په ټولیزه توگه د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ په لوبه کې د افغانستان لوبه ډیره ښه وبلله. دانش وویل چې د جمعې د ورځې د لوبې اصلي هدف د ټولو پنځوسو اورونو لوبول او د ۲۵۰ منډو جوړول وو. دانش په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه چې په لوبه کې د تیز توپ اچوونکي افغان لوبغاړي حمید حسن، نه شتون محسوسیده.

دانش وویل چې د نړیوالو لوبو په لار اچول د کرکیټ د نړیوالې شوری ICC دنده نه ده. هغه زیاته کړه چي دغه شان لوبې د هیوادونو د کرکیټ بورډونو تر منځ د یوې موافقې پر اساس په لاره اچول کیږي. دانش په خاصه توگه د پاکستان د کرکیټ بورډ څخه مننه وکړه چې له افغان لوبډلې سره ئې لوبه وکړه.

د افغانستان کرکیټ بورډ اوس د زمبابوې، بنگله دیش او داسې نورو هیوادونو له کرکیټ بورډونو څخه د لوبو کولو غوښتني کړي دي.

د هغه په وینا د دغه شان لوبو ترسره کول له لوبډلې سره مرسته کوي چې نوره هم پیاوړې شي او پخپله لوبه کې سمون راولي.

کله چې دوه هیوادونه سره د لوبې کولو پر سر موافقه وکړي، د کرکیټ نړیواله شوری ICC د لوبو له پاره زمینه برابروي او د هغو لگښتونه پر غاړه اخلي.

دانش وویل چي د افغانستان له پاره د جمعې د ورځې د لوبې گټل او یا بایلل ډیر مهم نه وو بلکې دا خبره مهمه وه چي افغان لوبډله باید ښه لوبیدلې وای. دانش زیاته کړه چي افغانستان خپل دغه هدف ته رسیدلی دئ ځکه چې د هغه په خبره د کرکیټ کارپوهانو د افغانستان لوبه ډیره مثبته ارزولې ده.

نورز منگل ویلي دي چي د جمعې د ورځې له لوبې څخه راضي دئ.
نورز منگل ویلي دي چي د جمعې د ورځې له لوبې څخه راضي دئ.انځور: AP

په عینې وخت کې د پاکستان د کرکیټ لوبډلې کپتان مصباح الحق، د افغانستان د لوبډلې لوبه ستایلې ده. هغه ویلي دي چې د افغانستان د لوبډلې وړتیاو هغه خوشحاله کړی دئ. هغه د رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي:

«دا یوه ښه لوبه وه. په کوم شان چې افغان لوبډلې دا لوبه تر سره کړه، زه ئې په رښتیا خوشحاله کړی یم. هغوی ځیني تکړه او په زړه پورې لوبغاړي لري.»

مصباح په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د افغانستان لوبډله کولای شي د زمبابوې او بنگله دیش په شان لوبډلو ته سخت هدفونه وټاکي او حتی تر دې هم له ښو لوبډلو سره ولوبیږي. مصباح ویلي دي چې که چیرې د افغانستان لوبډله له نورو ښو لوبډلو سره د لوبو کولو چانس تر لاسه کړي نو هغوی به ښه پرمختگ وکړي.

د افغانستان د کرکيټ لوبډلې په تیرو لسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړې دﺉ. دغه لوبډله اوس د لویو لوبو په لور روانه ده.


سید ریاض (دویچه ویله، د رویترز خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش