1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان متحدو عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

سيد رياض۱۳۹۳ بهمن ۲۴, جمعه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ نړیوال جام په تمریناتي لوبو کې د افغانستان لوبډلي د متحدو عربي اماراتو لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه. تر دې د مخه په تمریناتي لوبو کې آستراليا اماراتو او هند افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/1Eb4h
انځور: Getty Images/F. Nel

د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فبرورۍ ۱۳مه) افغانستان خپله دوهمه او وروستۍ تمریناتي لوبه د متحدو عربي آماراتو له لوبډلې سره وکړه. افغانستان د ټاس یا پچي تر گټلو وروسته پخپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه او په ټاکل شوو پنځوسو اوورنو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۳۰۸ منډې وکړې.

د افغانستان لوبډله هغه وخت تر فشار لاندي راغلي چې په ۲۴ منډو کې د افغانستان لومړی ویکټ ولوېد. لومړی بېټسمېن جاوید احمدي وو چې وسوځید او په ۲۵ منډو کې د افغانستان دوهم لوبغاړی هم وسوځید. داسي بریښده چې ښایي د متحدو عربي آماراتو بالران یا توپ اچونکي پر افغان توپ وهونکو برلاسي شي. کله چې کپيتان محمد نبي د ۳۰ منډو تر جوړولو وروسته وسوځید، نو دغه وخت افغانستان په ۳۱ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړي وې.

خو تر هغه وروسته د توپ وهونکو سمیع الله شینواري، نجیب الله ځدراڼ او گلبدین نایب منډو د افغان لوبډلي د ستر هدف په ټاکلو کې لوی لاس درلود. د اصغر ستانکزي ۳۳ منډې هم د پام وړې وې. په ننۍ لوبه کې د نجیب الله ځدراڼ او گلبدین نایب منډې چټکې وې. نجیب الله په ۳۹ توپونو ۴۱ او گلبدین نایب په لسو توپونو ۲۴ منډي وکړې. په پای کې د افغانستان لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدو اماراتو ته د ۳۰۹ منډو هدف وټاکه. د اماراتو امجد جاوید د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

د اماراتو لوبډلي په لومړي سر کې ښه لوبه پېل کړه. په ۳۲ اوور کې یې یوازي درې لوبغاړي سوځیدلي وو او مجموعي منډي یې ۱۸۲ ته رسیدلي وې. داسي بریښده چې په پاتو ۱۸ اوورنو کې به دغه هدف تر لاسه کړي. خو تر هغې وروسته افغان بالران د اماراتو پر توپ وهونکو پیاوړي شول او د ۲۵۳ په مجموعي منډو یې د اماراتو ۷ لوبغاړي بیرته ستانه کړي ول. خو ننۍ لوبه تر وروستۍ شیبې پوري په زړه پوره او د هري لوبډلي د برلاس توب امکان موجود وو.

خو کله چې په ۲۹۰ منډو کې د اماراتو نهم لوبغاړی هم وسوځید نو په ۱۴ توپونو د ۱۸ رنزونو پوره کول وو. خو د اماراتو وروستی لوبغاړی هم د ۲۹۴ په مجموعي منډو وسوځید او افغانستان دغه لوبه په ۱۴ منډو وگټله. آفتا عالم د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول. کپتان محمد نبي هم دوې ویکټي واخیستلې.

تر دې دمخه په تمریناتي لوبو کې هند افغانستان او استراليا اماراتو ته ماتې ورکړې وه. دا د دواړو ټیمونو دوهمه او وروستۍ تمریناتي لوبه وه. په پام کې ده چې د شنبې په ورځ به په آسترالیا او نیوزیلنډ کې د کرکیټ د نړیوال جام سیالۍ پیل شي.

دواړه هیوادونه د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام سیالیو کوربه توب پر غاړه لري. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د کوربه هیواد نیوزیلنډ او سریلانکا تر منځ په کریست چرچ کې وي او بله لوبه به د آسترالیا په میلبورن ښار کې د آسترالیا او انگلستان لوبډلو تر منځ وشي. د نړیوال جام سیالیو پای لوبه به هم د میلبورن په لوبغالې کې د مارچ میاشتې پر ۲۹ نېټه وي.

په پام کې ده چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه نېټه له بنگله دیش لوبډلې سره وي.