1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان مهمه څلور وځنۍ لوبه وګټله

۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د کریکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې د آیرلنډ ملي لوبډلې ته په یو اننگز ماتې ورکړه. له دې سره افغانستان د تست لوبې دریځ په لور یو بل قدم پورته کړ.

https://p.dw.com/p/2aL82
Afghanistan Cricket-Team (Bildergalerie) Asghar Stanikzai
انځور: D. Sarkar/AFP/Getty Images

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې په یوه څلور وځینۍ د لومړۍ درجه  لوبه کې آیرلنډ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. تر دې دمخه افغانستان آیرلنډ ته د هند په گریټر نویدا لوبغالې کې په شل اوریزو لوبو کې درې صفر او په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې درې، دوه ماتې ورکړې ده.

افغانستان په لومړي اننگز کې د پچې تر گټلو وروسته په خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه. د افغانستان له لوري محمد شهزاد او شبیر نوري لوبه پېل کړه که څه هم افغانستان لومړنی لوبغاړی چې شبری نوري وو د ۳۹ په مجموعي منډو له لاسه ورکړ، خو محمد شهزاد تیزه لوبه وکړه او منډې یې تر ۱۴۵ ورسولې. خو له هغه سره د سلیزو په جوړولو کې بخت یاري و نه کړه او د ۸۵ منډو تر جوړیدو وروسته وسوځيد.

خو په دغه لوبه کې د کپتان اصغر ستانکزي ۱۴۵ منډې او د افسر ځاځي ۱۰۳ ناسوځیدلې منډې د پام وړ وې. ناصر جمال هم ۷۳ منډې وکړې. د لوبې په دوهمه ورځ د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۵۳۷ منډې وکړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

خو په ځواب کې آیرلنډ یوازې شپږ منډې کړې وې چې لومړی لوبغاړی یې له لاسه ورکړ. که څه هم د دوهمې ویکټې د لویدو تر منځ منډې ۱۲۳ ورسیدې خو تر هغې وروسته هالنډي لوبغاړي ژر ژر سوځیدل. د لوبې په دوهمه ورځ آیرلنډ اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو. د لوبې په دریمه ورځ د ۲۶۱ منډو تر جوړولو وروسته د آیرلنډ ټوله لوبډله وسوځیده.

د لومړي اننگز په توپ اچونه کې تر ټولو زیات ځوان لوبغاړی راشد خان وځلید او د مخالفې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. محمد نبي او ظاهر خان دوه، دوه ویکټې واخیستې.

دا چې د آیرلنډ منډې د افغانستان په پرتله ډیرې کمې وې نو افغانستان دا اختیار درلود چې په خپله دوهم نوبت پېل کړي او یا هم سیالې لوبډلې ته د دوهم اننگز منډو جوړولو بلنه ورکړي. افغانستان همداسې وکړل او آیرلنډ ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

داسې تمه کیده چې آیرلنډ به لوبه تر څلورمې ورځې پورې وغځوي. خو د افغان بالرانو پر وړاندې آیرلنډي توپ وهونکي داسې ثابت شول لکه د اوبو پر وړاندې د ریگ دیوال. په دریمه ورځ نه یوازې دا چې آیرلنډ د افغانستان د لومړي نوبت منډې پوره نه کړی شوې بلکې ټوله لوبډله یې د ۱۰۴ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. د ننۍ لوبه غوره توپ اچونکی محمد نبي وو چې شپږ آیرلنډي توپ وهونکي یې وسوځول. راشد خان هم درې ویکټې واخیستې. د لوبې غوره لوبغاړی اصغر ستانکزی شو.

د کریکټ د نړیوالې شورا په انترکاننتل کپ کې هره ټیسټ لوبه شل پواینټونه یا نمرې لري او هره لوبډله چې لومړی اننگز وگټي ۷ نمرې تر لاسه کوي. خو افغانستان آیرلنډ ته په یوه اننگز او ۱۷۲ منډو ستره ماتې ورکړه او په دې سره یې پوره شل نمرې تر لاسه کړې.

افغانستان اوس د انترکانتیننتل کپ، سیالیو په درجه بندۍ کې د ۸۱ نمرو له خپلولو سره لومړی مقام خپل کړ. تر دې دمخه آیرلنډ د ۸۰ نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای درلود. افغانستان، آیرلنډ، هالنډ او هانگ هرې لوبډلې پنځه لوبې کړي دي. په دغه جدول کې دریم ځای بیا هالنډ لري.

اوس به افغانستان د آماراتو او هانگ له لوبډلو سره یوه، یوه ټیسټ لوبه تر سره کوي، که چیرې افغانستان دغه دواړه لوبې هم وگټي نو د دغه جدول په سر کې به پاتې شي او په راتلونکي کال کې به د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد لوبډلې سره ټیسټ لوبه تر سره کوي.