1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان : ولسي جرګې دملكي تلفاتو دبندولو غوښتنه کړېده

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۸, جمعه

جرګې دولت ته يوه اونۍ وخت ورکړی دی چه په افغانستان كي دخارجي قواوو د «قانوني كيدو» په خاطر يوه طرحه جوړه،او ولسي جرګې ته يې وسپاري ...

https://p.dw.com/p/Hm4y
دولسي جرګې ديوې غونډي تصوير
دولسي جرګې ديوې غونډي تصويرانځور: AP

ديوې مودې راهيسي په افغانستان كي دائتلافي ځواكونو دعملياتو له کبله دملكي تلفاتو پر سر تقريباً ټول ملت ناراضه سوى دى،اود مظاهرواو اعتراضو په كولو سره يې ددولت په مقابل کي عکس العملونه ښوولي دي .

په دې لړ كي ولسي جرګې هم په تيرو درو ورځوكي دائتلافي ځواكونو لخوا دملكي تلفاتو په زياتيدو سره فوق العاده غونډه دايره، او دسختوعکس العملو په څپوكي يې دولت ته يوه اونۍ ضرب الاجل وټاكۍ ،ترڅو په دغه موده كي په افغانستان كي دخارجي ځواكونو د«قانوني كيدو» په خاطر يوه طرحه جوړه او ولسي جرګې ته دې يې وسپاري . وكيلانو چه په دې اړه يې دقهره ډک عکس العملونه څرګندكړي دي، ددې تهديد هم كړى دى چه كه چيري دولت دغه پيشنهاد ته جواب ورنکي، او لازم اجرات ونكي نو دولسي جرګې دروازې به وتړي .

وكيلان په دې هم په قهر دي چه دائتلافي ځواكونو مشرانو په داسي حال كي چې د ملي دفاع دوزارت او نورو امنيتي ځواكونو د چارواكو سره يې تړون لاسليك كړى دى ،چې دعملياتو پرمهال به دداخلي امنيتي ځواكونو سره په ګډه او همږغۍ عمليات ترسره كوي، خو برخلاف هره ورځ دملكي بې ګناه او بې دفاع كسانو دمرګ ژوبلي رپوټونه وركول كيږي .

همدارنګه دولسي جرګې يو بل استازي عطاالله لودين چه د ولسي جرګې د وروستۍ پريكړي پر پلي كيدو يې ټينګار وکۍ، ويلي،چې ډيركم پيښ سوي دي چه ائتلافي ځواكونو دعملياتو پرمهال بيله ملكي تلفاتو څخه دښمن ځپلى وي .

څو واري د ائتلافي ځواكونو دچارواكو سره خبرې سوي دي، خو بيا هم دوی پر خپل سرعملياتو كوي او په ټول هېوا کي يې دامهال ملت راپارولى او په غوسه كړى دى .

پر دې سربېره دغه ځواكونه په خپل سر دافغاني دود او اسلامي فرهنګ پر خلاف د خلكو كورونوته دتلاشۍ په نامه ورننوزي او د غلطو راپورونوپر اساس خلګ وژني، اويو څه دځانه سره دبنديانو په حيث بيايي چې دا کارونه په هېڅ صورت سره دزغم وړ نه دي .

جمال كوټوال

کتونکی : محمد قاسم نوري