افغانستان ولی کابينه نه اعلانوی
۱۳۸۸ آذر ۲۰, جمعهپه افغانستان کې د ګڼو اقتصادي ، امنيتي او ټولنيزو ستونزو تر څنګ يو هم هغه سياسي غوټه ده چې د افغانستان له نانندريزو ټاکنو څخه پيل شوې او لا تر اوسه هم د کابينې د اعلان د ځنډيدو له امله ادامه لري . د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د لوړې د ادا کولو له مراسمو څخه وروسته د دوه اونيو په اوږدو کې بايد نوې کابينه ملي شورا ته د ا عتماد د رايي د اخيستلو لپاره پيژندل شوې واي خو د لوړې له ادا کولو څخه څه د پاسه يوه مياشت تيريږي لاتر اوسه هم نوې کابينه ملي شورا ته نده پيژندل شوې . دغه بهير نه يواځې په دولتي ادارو کې يې ستونزې پيدا کړي بلکې د يوې سياسي تشې په توګه د خلکو په اقتصادي او ټولنيز ژوند يې هم ناوړه اغيزه کړيده. اداري فساد او بډې اخيستنې شدت موندلي ، د نفتي او خوراکي توکو بيي لوړې شويدي او د کره او دقيقو رپوټونو په بنسټ هره ورځ د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه لس ميليونه ډالره په ناقانونه توګه له افغانستان څخه بهر ايستل کيږي .
د کارپوهانو په اند دغه کړکيچن حالت له هغه ځايه څخه سرچينه اخلي چې په حکومت کې د شريکيدو لوبه بلل شوې ده او له همدې امله د کابينې اعلانول ځنډيدلې .
سياسي کارپوه داد نورانې وايي چې : د افغانستان اوسني حالت يو بيړني حإلت ته ورته ده او داسې فکر کيږي چې دولت شتون نلري .
نوراني په دې اند دي چې د کابينې د اعلان ځنډيدل کورني او بهرني اړخونه لري .
افغان کارپوه اجمل سهيل وايي چې : نړيواله ټولنه له ولسمشر کرزي څخه د امنيت په راوستلو او ځينو نورو چارو کې ځانګړي غوښتنې لري او دغه غوښتنې په کابينې کې د هغو کسانو د شتون په صورت کې چې کرزي ورسره ژمنې کړي نه شي پلي کيداي .
نوراني وايي : «کرزي غواړي داسې کسان د وزيرانو په توګه وګماري چې هم د نړيوالې ټولنې په خوښه وي او هم د کورني جګړه سالارانو په خوښه» .
نورانيزیاتوی چی په راتلونکي کابينې کې به جګړه سالاران ، د اوسني کابينې ځيني غړي او ډيري به هغه کسان وي چې د انګليس او امريکې د دولتونو ملاتړ ولري .
اجمل سهيل وايي چې کرزي به يو شمير وزارتونه هغو کړيو ته وسپاري چې د ټاکنيز کمپاين په بهير کې يې ژمنې ورسره کړې وې .او په دې ډله کې به له دريو څخه تر پنځو کرسيو پورې د دوستم ډلې ته په همدې ډول د محقق او نورو ډلو ته د کابينې کرسۍ وويشي .
افغانان تمه لري چې ولسمشر حامد کرزي او نړيواله ټولنه دې د اوسني سياسي غوټې د خلاصولو هڅې وکړي او د افغانانو ملي ګټې دې خوندي وساتي .
انور بري پال
کتونکی: عبدالباري حکيم