1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان يو خپلواک هيواد دئ، نه مستعمره»

وصلت حسرت نظيمي/ مسعود جهش۱۳۹۱ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د آلمان فدرالي پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د پوځي ماموریت د غځیدو په اړه پريکړه کوي. د زرغونو د ګوند ویاند اومید نوري پور، له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل، نه غواړي افغانستان یوازې پریږدي.

https://p.dw.com/p/17UAw
انځور: Omid Nouripour MdB - Bündnis 90/Die Grünen

دویچه ویله: ښاغلی نوري پور، د زرغونو د ګوند دوو ډلو په پارلمان کې د دې ګوند استازو ته سپارښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت د غځیدو په اړه منفي رایه ورکړي. تاسو په دې اړه څه نظر لرﺉ؟

نوري پور: زه به هغه متن ته چې حکومت په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د ماموریت د غځیدو په اړه چمتو کړی دی مثبه رایه ورکړم. زه په دې پوهیږم چې ځیني کسان په دې اړه اندیښنه لري او شک کوي. هغه کسان چې د افغانستان په برخه کې د آلمان سیاست څیړي باید د دې مأموریت په حق کې رایې ورکړي.

خو زه شخصاً له دې مأموریت سره موافقه کوم. ځکه زما د تجربو له مخې په افغانستان کې دغې رای اچونې ته په ځیرتیا سره کتل کيږي او که دې رای اچونې ته منفي ځواب ورکړل شي نو افغانان به ورڅخه داسې مفهوم واخلي چې موږ یې نور ترڅنګ نه یو ولاړ. زه پخپله افغان ملګري لرم چې نه غواړم ورته دغه شان یو پیغام ورکړم.

دویچه ویله: په افغانستان کې آلماني سرتیرو د ماموریت د غځیدو د متن په اړه کومې نیوکې کیږي؟

نوري پور: د آلمان د حکومت په پلان کې دا خبره روښانه نه ده چې هغوی تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څه غواړي. د افغانستان له امنیت څخه د آلمان د حکومت برداشت د منلو وړ نه دی. د بیلګې په توګه هغوی وایي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د ښه کیدو په حال کې دی او د خپلو خبرو د ثبوتولو له پاره پر بهرنیو ځواکونو باندې د یاغیانو په بریدونو کې د کمي راتګ مطرح کوي. خو هغوي په دې اړه اصلاُ خبري نه کوي چې په افغانستان کې اوس هم د ملکي قربانیانو شمیر کم شوی نه دی. د آلمان حکومت یوازې په یوه پوځي چوکاټ کې فکر کوي. هغوی د ملکي وګړو د شریکولو په اړه هم فرک نه کوي. دغه ټول د دې لامل کیږي چې په افغانستان کې پرمختګ په هغه شکل چې باید وشي، نه کیږي.

دویچه ویله: د ملکي وګړو له شریکولو څخه مو مقصد څه دی؟

نوري پور: په آلمان کې تل ډیر پام د ماموريت پوځي آړخ ته اړول شوی دی. موږ تل ویلي دي چې د زرغونو په توګه [په افغانستان کې] د داسې یوه پوځي ماموریت غوښتونکي یو چې ټول اړخونه پکې په پام کې نیول شوي دي. د آلمان حکومت باید ووایي چې په افغانستان کې د پخلايني له پاره څه کوي، یاغیان څرنګه کیدای شي چې یو ځل بیا د افغانستان په ټولنه کې ومنل شی او یا دا چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې کوم اهداف لري. د آلمان حکومت دغو مسايلو ته اصلا پاملرنه نه کوي.

دویچه ویله: ډیری افغانان تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، د خپل هیواد د راتلونکې په اړه اندیښنه لري. تاسو مخکې وویل چې د آلمان د مأموریت له دوام څخه ملاتړ کوي. په دې برخه کې د آلمان د حکومت سیاست څه دی؟

نوري پور: د آلمان حکومت په هر حال ځان تیروي. د زرغونو گوند په دې اړه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم باید له افغانستان څخه ملاتړ وشي، د نظر توافق لري. د دغو خلکو [افغانانو] آزادۍ او ژوند په هغه صورت کې له ګواښ سره مخامخیږي چې طالبان بیا قدرت ته ورسیږي. زموږ په آند د آلمان فدرال حکومت تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکې له پاره کوم لیدلوری او طرح نه لري. دا خبره لا روښانه نه ده چې ملکي مرستې به همدې اندازه دوام پیدا کړي او که نه. دا خبره هم روښانه نه ده چې کوم امنیتي اقدامات په پام کې نیول شوي دي. دغه ټولې پوښتنې بې ځوابه دي.

دویچه ویله: نو ستاسو په نظر باید په دې اړه څه وشي؟

نوري پور: باید په سیمه کې له غیردولتي سازمانونو او ملکي وګړو سره چې غواړي خپل کار ته دوام ورکړي، په دې اړه دقیقې خبرې وشي. باید دا خبره روښانه شي چې د کومو کارونو د ترسره کیدو امکان شته او ایا د هغوی له پاره د پوځي امنیت نیولو اړتیا شته او که نه. په افغانستان کې داسې ډیرې ولسوالۍ شته چې له دې لحاظه هیڅ ستونزه نه لري.

بله موضوع دا چې پخوا آلمان تل هڅه کوله چې د افغانستان د ملي پخلاینې په بهیر کې ونډه ولري. دې موضوع ته په نه پاملرني سره چې آیا طالبان د خبرو اترو له پاره چمتو دي او که نه؟ باید په دې برخه کې یو ساختار موجود وي. دغه موضوع باید اوس بیرته له سره په لاره واچول شي.

دویجه ویله: ستاسو نظر دا دی چې باید شرایط تعین شي او افغانستان د اصلي لوبغاړي په توګه صحنې ته راووځي؟

نوري پور: افغانستان یو خپلواک هیواد دی. که دغه جمله په جدي ډول په پام کې ونیوله شي، د افغانستان په ګډون د سولې د بهیر پرمختګ ممکن دی. موږ د یوې مستعمري په اړه خبرې نه کوو.