1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، پاکستان ته ماتې ورکړه

مسعود جهش۱۳۹۳ آبان ۹, جمعه

افغانستان د کرکیټ په یوه ورځینو درو لوبو کې د پاکستان د نولس کلونو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لوبو دغه لړۍ یې وگټله. د درو لوبو له ډلې څخه لومړۍ افغانستان، دویمه پاکستان او دریمه بیا افغانستان وگټله.

https://p.dw.com/p/1Df5O
انځور: Getty Images

د جمعې ورځې په لوبه کې افغانستان لومړی په منډو جوړولو پیل وکړ او د پاکستان لوبډلې ته یې په ۴۵ اورونو کې د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه. د افغانستان له خوا شاهدالله ۶، حضرت الله ۴۲، احسان الله ۶۵، شوکت ۱، سید وحید الله ۳، راشد خان ۱۸، محمد سردار ۵۶، جاوید ۱، ضیا الرحمان ۱۶ او محمد ظاهر ۴ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لومړی لوبغاړی د ۱۳ منډو تر جوړولو وروسته وسوځید خو دویمه وکیټه بیا تر ۹۲ منډو وروسته ولویده چې له دې سره افغان لوبغاړو وشو کولای په باتو اورونو کې ډیرې منډې جوړې کړي.

د جمعې ورځې په لوبه کې افغان ټوپ اچوونکي ډیر ښه وځلیدل او وتوانیدل چې په ۴۱ اورونو کې د پاکستان د لوبډلې ټول لوبغاړي وسوځوي او په دې ترتیب سره په ۶۹ منډو دغه لوبه وگټي.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې څخه ضیا الرحمان څلور، محمد ظاهر یوه، رشید خان یوه او جاوید درې پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې افغانستان د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو هم له پاکستان سره یو ورځنۍ لوبې کړې وې چې لومړۍ یې افغان لوبغاړو او دویمه یې پاکستاني لوبغاړو گټلې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب