1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: په نوی تعلیم کی به د تړلو ښونځيود پرانیستلو هڅه وکړی

۱۳۸۹ اسفند ۶, جمعه

د پوهني وزارت وایي: د نا امنیو له امله د ملک په بیلا بیلو برخو په خاصه توګه په جنوب کی شاوخوا 500 ښونځي تړلي پاتي دي. د اکسام بشری سازمان هم په خپل یونوی رپوټ کی د نجنو د زدکړو په وړاندی د ستونزود زیاتیدو خبرداری ورکړی

https://p.dw.com/p/R4BB
د افغانستان د نجونو یو ټولګی
د افغانستان د نجونو یو ټولګیانځور: DW

د پوهنی وزارت ویاند عبدالغفور غفران وايي چی د نوي تعلیمي کال په را رسیدو سره د یو شمیر تړلو ښونځيو د پرانیستلو لپاره کار روان دی. ښاغلی غفران وایي چی اوس مهال د افغانستان په سویل کی د نا امنیو له کبله 357 ښونځي تړلي دي.

د پوهني وزارت وایي چی د قومي مشرانو او مخورو په مرسته یی په دغو سیمو کی د تړل سویو ښونځیو د بیا پرانیستلو شونتیا رامنځ ته کړي ده . دغه ښونځي، د پکتیکا، کندهار او هلمند په ولایتونو کی دي.

عبدالغفور غفران وویل: « 42 ښونځي د کندهار په ارغنداب، پنجوایی او ډنډ، د پکتیکا په ګومل او یحیی خیل او د هلمند په کجکي او نادعلي ولسوالیو کی بیا پرانیستل کیږي او زدکونکي به پکی زدکړي وکړي.»

افغان حکومت وايي دغه ښونځي د طالبانو د ګواښونو له امله تړل سوي دي. یو شمیر زدکونکي چی یوازي څو ورځي دنوي تعلیمي کال پیل ته پاتي دي د حکومت له وسله والومخالفینو غوښتنه کوي چی د ښونځيو له سوځولو او تړلو لاس واخلي. هغوي وایي چی زدکونکي د جګړې ښکیلي غاړي ندي بلکي د ملک د راتلونکي د روښانه کولو لپاره زدکړي کوي.

یو زده کونکی د افغانستان د جګړی له اړخونو خخه وغوښتل چی د هغیو د تعلیم مخه دی نه نیسی. هغه د آلمان غږ راډویو ته وویل: « له مخالفینو زمونږ هیله ده چی زمونږ ښونځي و نه سوځوي»

هغه یادونه نجوني زدکونکي چی ستونزي لري، مخالفینو ته وایو چی د هغوي مخه و نه نیسي تر څو ښونځيو ته ولاړ سي او خپله راتلونکي جوړه کړي.

رپوټونه وایی چی دمګړۍ په ټول افغانستان کی د دوه اعشاریه څلور ملیونه نجونوپه ګډون نهه ملیونه زدکونکي ښونځیو ته ځي. دا یو پرمختګ دی چی په 2001 کال کی یوازي 5000 نجونی زدکونکي ښونځیو ته تلی.

د اکسافام اداری د یوه تحقیق په پایلو کی راغلي چی دوي سره د مرکه کونکو نجونو څخه موندلي چی تقریبا د نیمایي هغو ښونځي تعمیرونه نه لري اودوي په خیمو کی زدکړي کوي.

د اکسفام بریټانوي خیریه ټولنه په نړیوالو غږ کوي چی په افغان نجونو زدکونکو ډیره پانګونه وکړي، هغوي ته ښځینه ښونکي وروزي او کافي وسایل برابر کړي.

رسمي شمیري ښيي چی هر کال شاوخوا 800 زره نوي زدکونکي ښونځيو ته جذبیږي چی ډیری یی تر خیمو لاندي په ناچیزو تعلیمي وسایلو زدکړي پیلوي.

کابل/ میرویس جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم