1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کوارټر فاینل ته لار ومونده

سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۳۰, چهارشنبه

تر ۱۹ کلو ټیټ عمر لرونکو د کریکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان ملې لوبډلې د نمېبیا لوبډلې ته هم ماتې ورکړه. په دې سره افغانستان د کوارټر فاینل لوبو ته لار ومونده. دغه لوبې په متحده عربي اماراتو کې تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1BBaj
انځور: Getty Images

د افغانستان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د یوې زړه پورې لوبې وروسته، د نمېبیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. د نمېبیا لوبډلې ټاس یا پچه وگټله او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله. د نمېبیا لوبډله له لومړي سره افغان بالرانو یا توپ اچوونکو ته ټینگه نه شوه او د څلورو په منډو جوړولو سره یې دوه لوبغاړي سوځیدلي وو. د نمېبیا ټوله لوبډله په ټاکل شوو پنځوسو (۵۰) اوورونو کې د ۱۹۲ منډو په جوړولو سره وسوځیده او افغانستان ته یې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه. د نمېبیا رن ریټ یا د منډو جوړولو اوسط ۳،۸۴ وو. د نېمبیا منډه جوړونکي گیرهارد ایرسموس (Gerhard Erasmus)۸۴ منډې د پام وړ وې.

افغان لوبغاړي چې د دوشنبې په ورځ یې د استرالیا لوبډلې ته هم ماتې ورکړه یو څه نور هم زړه ور شوې وو او خورا چټکه لوبه یې پیل کړه. افغان بېټسمېنان یا منډه جوړونکو ډیره گړندۍ لوبه کوله او لومړنۍ لوبغاړې یې د ۶۵ په مجموعي منډو وسوځید. د افغان لوبډلې د چټکې لوبو کولو یو دلیل ښایي دا هم وو چې غوښتل یې د منډو جوړولو اوسط یې لوړ شي، ځکه چې دا د کوراټر فاینل په لوبو کې د افغان لوبډلې د شمول له پاره خورا مهم وو.

د تیرې لوبې په شان د نمېبیا خلاف ننۍ لوبه کې افغان منډه جوړونکي او توپ اچوونکي دواړه ډیر ښه وځلیدل. د تیرې لوبی په شان محمد مجتبی په زړه پورې لوبه وکړه او په ۳۰ توپونو یې۵۰ منډې جوړې کړې. هغه د ۸ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ دغه منډې جوړې کړې. بل لوبغاړی حشمت الله شهیدي وو چې ۵۲ منډې یې جوړې کړې. د ناصر جمال ۳۹ منډې هم د پام وړ دي چې تر اخره ناسوځیدلی پاتې شو. هغه ۳۲ توپونو ته ودرید او ۷ څلوریزې یې ووهلې. په پای کې افغانستان د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۲۶ اوور کې ۱۹۶ منډې وکړې او دغه لوبه یې په څلورو ویکټو وگټله. د افغانستان د منډې جوړولو اوسط ۷،۶۸ وو.

کوارټر فاینل

د چهارشنبې په ورځ بله لوبه د استرالیا او بنگله دیش هیواد تر منځ تر سره شوه او دغه لوبه آسترالیا وگټله. استرالیا بنگله ته په ۷۴ منډو ماتې ورکړه. د بنگله دیش د منډو جوړولو اوسط په تیرو لوبو کې ښه وو او ویره دا وه که چیرې بنگله دیش لوبه د منډو په لږ توپیر سره هم وبایلي نو د افغانستان لوبډله به کوارټر فاینل ته و نه وځي. خو دا چې افغان لوبډلې خورا چټکه لوبه کړې وه نو رن ریټ یا د منډو جوړلو اوسط یې هم لوړ وو. د منډو جوړولو د اوسط له مخې استرالیا او افغانستان په خپل گروپ کې په ترتیب سره لومړی او دویم ځای خپل کړ. په دې شان سره د بي گروپ څخه چې پکښې د استرالیا، بنگله دیش، افغانستان او نمېبیا لوبډلې شاملې وې افغانستان او استرالیا کوارټر فاینل لوبو ته لار ومونده. اوس به د کوراټر فاینل په لوبو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د فبروري د میاشتې پر ۲۳مه نیټه له جنوبي افریقا سره وکړي.