1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د انترنيتي خدمتونو بيي کښته سوي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۳, پنجشنبه

په وروستیو څو کلونو کې د یوه MB انترنت بيه له څلورو زرو ډالرو څخه ۹۷ ډالرو ته راکښته شوې ده. په پلان کې ده چې تر دوو راتلونکو کلونو پورې به د ټول افغانستان په کچه ۸۰ سلنه افغانان د 3G خدمتونو ته لاسرسی ولري.

https://p.dw.com/p/17iYk
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزیر امیرزي سنګین، ویلي دي چې د نورو سهولتونو په رامنځ ته کیدو سره به د انترنت بیه نوره هم راکښته شي. هغه وایي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به۸۰ سلنه افغانان د 3G خدماتو له لاري انترنت ته لاسرسی ولري.

3G په اصل کې د Third Generation لنډه بڼه ده چې د ګرځنده تلیفون له لارې د انترنیتي خدمتونو وړاندي کولو ته ویل کیږي. د 3G خدمتونو په کارولو سره خلک کولای شي چې په خپلو تلیفونو کې انترنيتي پاڼې پرانیزي، ږغیزي او ویدیویي اړیکې ټینګې کړي.

اوس خلک له 3G خدمتونو څخه یوازي په ګرځنده تلیفونو کې کار نه اخلي، بلکې د یوې خاصې الې په واسطه له «سیم کارت» سره د خپل تلیفون په وصلولو سره، په کمپیوترو کې هم له دغه خدمتونو څخه کار اخیستل کیدای شي.

افغان چارواکي ادعا کوي چې له یوې خوا په افغانستان کې د انترنیتي خدمتونو کیفیت د لوړيدو په حال کې دی او له بلې خوا یې بیه هم ورځ تر بلې راکښته کيږي.

په افغانستان کې د انترنیتي خدمتونو د بیې د راکښته کېدو یو لوی عامل له ګاونډیو هیوادونو سره د نوري فایبر له لارې وصلیدل دي. ښاغلی سنګین وایي اوس افغانستان د نوري فایبر له لارې له خپلو ټولو ګاونډیو هیوادو سره وصل شوی دی. هغه زیاتوي اوس د افغانستان په څلورو جنوبي ولایتونو کې د نوري فایبر د غځیدو کار دوام لري چې په راتلونکي لمریز کال کې به هغه هم بشپړشي.

اوس مهال په افغانستان کې دوه لوی مخابراتي شرکتي په۱۱ښارونو کې انترنتي خدمتونو وړاندې کوي.
اوس مهال په افغانستان کې دوه لوی مخابراتي شرکتي په۱۱ښارونو کې انترنتي خدمتونو وړاندې کوي.انځور: picture-alliance/dpa

سګین زیاتوي چې وزارت یې په کابل کې ځینې سروي ګانې پيل کړي دي او د یونیم کال په موده کې به د افغانستان ټول ولایتونه د نوري فایبر له لارې له یو بل سره وصل شي.

هغه د دغې پروژې بشپړیدل د افغانستان د پرمختګ اساس بولي. ښاغلي سنګین وایي: «موږ د نوري فایبر تر غځیدو مخکي له ستلایتونو څخه کار اخیست. هغه وخت د یوه میګابایت انترنت قیمت د څلورو او پنځو زرو ډالرو تر منځ وو. خو په وروستیو میاشتو کې چې له نوري فایبر څخه عملاً ګټه اخيستل پیل شوي دي د انترنیتي خدمتونو بیه ډیره کښته شوې ده. کله چي موږ اته میاشتي دمخه اعلان وکړ چي د یوه MB انترنت بيه ۳۰۰ ډالره ده، ډیر خوشحاله وو. اوس چې د دغه اندازه انترنت بیه ۹۷ ډالرو ته راکښته شوې ده، موږ تر هغه هم ډیرخوښ یو.»

اوس مهال په افغانستان کې دوه لوی مخابراتي شرکتي په۱۱ښارونو کې انترنتي خدمتونو وړاندې کوي. دغه خدمتونه د افغانستان نورو ښارونو ته هم د غځیدو په حال کې دي. ویل کیږي چې دوه نور لوی افغان مخابراتي شرکتونه هم د دې په لټه کې دي چې د 3G خدمات فعال کړي.

ډیر افغانان له انترنتي خدماتو څخه ګټه اخلي

د افغانستان د مخابراتو وزیر وایي چې اوس د پخوا په پرتله ډیر افغانان له انترنیتي خدمتونو څخه ګټه اخلي: «په هر اندازه چې د انترنتي خدمتونو بیي راکښته شي، په هماغه اندازه ډیر کسان ګټه ځني اخلي... اوس افغانستان ته اته ګیګابیایته انترنت واردیږي. دا د پخوا په پرتله ډیر ښه پرمختګ ښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د انترنت ډیر شمیر پیریدونکي وایي چې که څه هم افغان چارواکي د خدمتونو ښه کیدو ادعاګانې کوي، خو په اصل کې د انترنتي خدمتونو په کیفیت کې ډیر پرمختګ نه دی شوی.

په کابل کې د انترنتي خدمتونو یو تن پیریدونکی احمد وایي: «په وروستیو کلونو کې ډیر پرمختګونه شوي دي. خو موږ د انترنیتي خدمتونو په کیفیت او بیه کې د سترو بدلونو شاهدان نه یو.»

ویل کیږي چې د انترنتي خدمتونو له پاره د یوه مشخص معیار نه شتون، د نوري فایبر نه تکمیلیدل او داسو نورو ستونزو په افغانستان کې د انترنیتي خدمتونو کیفیت یو څه راکښته کړی دی. د یوه داسي هیواد له پاره چې لس کاله پخوا پکښې د تیلیفونو او انترنت کوم شرکت فعالیت نه لاره، وروستي پرمختګونه ډیر د پام وړ دي.