1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د ناټو ځواکونو نوی قومندان وټاکل سو

نسيم صابر (afp,dpa)۱۳۹۱ بهمن ۲۲, یکشنبه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو نوی قومندان وټاکل سو. امريکايي جنرال جوزف دنفورد د يکشنبې په ورځ له جنرال جان الن څخه قومانده واخيستله. ناټو په راتلونکي کال کې د خپلو ډېرو جنګي ځواکونو راايستلو ته چمتووالی نيسي.

https://p.dw.com/p/17bdr
انځور: REUTERS

د سمندري ځواکونو جنرال جوزف دنفورد به ښايي د متحده ايالاتو له خوا د تر ټولو اوږدې جګړې وروستی قوماندان وي، چې دنده يې تر۱۱ کلونو وروسته د خپلو ځواکونو بېرته کور ته راوستل او افغان امنيتي ځواک ته د امنيتي مسئوليت د لېږد چارې ټاکل شوې ده.

د طالبانو له خوا د حامد کرزي د حکومت او ناټو ځواکونو پر وړاندې د خونړي پاڅون د دوام سره سره، جان الن وويل «موږ به بريا لاس ته راوړو» الن به په اروپا کې د ناټو د لوی قومندان دنده پرغاړه واخلي.

جوزف دنفورد، چې د جان الن په څېر د سمندري ځواکونو جنرال دی او په عراق کې يې د خپل مشرتوب په ترڅ کې د «جنګيالي جو» لقب ګټلی دی، په کابل کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د ايساف په اډه کې د دغو ځواکونو مشري پرغاړه واخيستله.

الن وويل چې د طالبانو پر وړاندې بريا «په هيڅ يوې نېټې او يا جنترۍ کې د وخت په يوې ځانګړې نقطې پوري اړه نه لري» او زياته يې کړه چې ټولي هلي ځلي به دوام ومومي: «دغه پاڅون به د وخت په تېرېدو سره د ښو روزل شويو او مشروع افغان ځواکونو له خوا مات کړل شي.» الن زياته کړه: «افغان ځواکونه د افغان ولس ساتنه کوي او د دغه هېواد حکومت ته د دې امکان ورکوي چې خپلو اتباعو ته خدمت وکړي. دا بريا ده. د بريا څېره همداسې وي.»

الن د پيتريوس د رسوايي په قضيه کي هم ښکېل بلل سوی وو.
الن د پيتريوس د رسوايي په قضيه کي هم ښکېل بلل سوی وو.انځور: Getty Images/AFP

دنفورد، چې د متحده ايالاتو په سمندري قول اردو کې ۳۵ کاله سابقه لري، وويل چې د ده له خوا د قوماندې اخيستل د تداوم، نه د بدلون په معنی ده. ده هم ټينګار وکړ چې «هغه څه چې بدلون يې نه دی کړی دا ده چې زموږ برياليتوب حتمي دی.»

الن د ولسمشر بارک اوباما په دوره کې د ايساف څلورم قومندان وو، چې ۱۹ مياشتنۍ دوره يې له ځينو کړکېچونو سره بدرګه وه. په دغه دوره کې د خطا له مخې د قران شريف نسخو ته هم اور واچول شو او هم پکې د متحده ايالاتو عسکرو پر مړو باندې بولې وکړې. د الن د خپلې رويې په هکله هم ناندرۍ پورته شوې وې، ځکه چې دی هم د سي آی آې د پخواني مشر، ديويد پېتريوس، په هغه رسوايي کې ښکېل شوی وو، چې له مخې يې پېتريوس، چې له الن مخکې د ايساف مشر وو، له خپلې دندې ګوښه شو.

د الن د دورې تر ټولو سخته خبره د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د ناټو پر سرتېرو باندې يرغلونه دي. دغه بريدونه تېر عيسوي کال ډېر زيات شوي دي چې له کبله يې په ۲۰۱۲ کال کې۶۰ تنو بهرنيو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د ملي اردو سرتېري او پوليس د هېواد امنيتي مسئوليت پر غاړه اخلي په داسې حال کې چې د ناټو څه نا څه ۱۰۰۰۰۰ سرتېري به د راتلونکي کال تر پايه پورې له افغانستان څخه ووځي. تر اوسه پورې لا څرګنده نه ده چې څومره بهرني سرتېري به په افغانستان کې پاته کيږي.