1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي ژورنالستان خوندي نه دي

۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

په کندهار کي د مطبوعاتو کلب په خپلي ناستي کي چي د بي بي سي د يو وژل شوي خبريال د يادون په مناسبت جوړه شوي وه، د افغانستان د جګړي په اړخونو غږ وکړ چي ژورنالستان دي د خپلو پوځي او سياسي هدفونو لپاره نه قربانوي

https://p.dw.com/p/129f2
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

وروسته له هغي چي په ارزګان کي د بي بي سي، يو خبريال تيره اوني ووژل شو، په افغانستان کي د خبريالانو او ژورنالستانو د ځاني مصونيت په هکله انديښي زياتي شوي.


«که چيري بيا د احمد اميد خپلواک غوندي کومه پېښه تکرار سوه نو کندهار ميشتي خبريالان به د جنګي او سياسي راپورونو خپرولو څخه لاس په سرسي.»


دغه خبره نن په کندهارپريس کلب کي د هغي غونډي په ترڅ کي راغونډ سويو ژورناليستانو وکړه چي د وژل سوي خبريال، احمد اميد خپلواک، د فاتحې په مراسموکي راټول سوي ول.


د کندهار پريس کلب مرستيال، دواخان مينه پال، وويل خبريالان خپلواک او په چا پوري تړلي خلک نه دي نو که چيري دغه ډول پيښي له داسي خپلواکو کسانو سره تکرار سي کندهار ميشتي خبريالان به د سياسي او جنګي پيښو د رپورټ کولو څخه لاس واخلي.


نوموړي پر نړيوالو اړوندو څانګو باندي ږغ وکړ چي په دې لارکي دي په ګډه سره د احمد اميد خپلواک د وژل کيدو خبره سپينه کړي چي دغه خبريال د کومي ډلي له خوا وژل سوى دى.


په کندهار کي د خپلواکو ژورنالستانو مسؤل، غلام محمد معصومي، د خپلوخبرو په ترڅ کي وويل چي د ژورنالستانو وژل کيدل د نورو ژورناليستانو پرکاري روحيي باندي کوم اغيزه نه شي کولاي اوهغوي به لاهم دخپلوخلکو د راويښلو لپاره د ريښتنو معلوماتو خپرولو ته ملاوتړي.


نوموړي پر دواړو غاړو ږغ وکړ چي د ژورنالستانو ژوند ته پاملرنه وکړي ځکه ژورناليسټان هغه څوک دي چي پرته له کوم توپيره د پيښو خبرونه په پوره صداقت سره خپروي.


په کندهارکي د نى د دفترمسؤل، عبدالسميع غيرتمل، روان کال د ژورنالستانو لپاره يو خونړى کال ياد کړ. د غونډي يو شمير ګډونوالو خبريالانو هم د احمد اميد خپلواک او نورو ژورنالستانو وژني او تهديد وغانده.


احمد اميد خپلواک د بي بي سي او پژواک اژانسونو خبريال ؤ چي تيره سه شنبه په ورزګان ولايت کي د ډله ايزو ځانمرګو بريدونو څخه د خبر جوړولو پر مهال ووژل سو.


تراوسه دا نه ده څرګنده چي نوموړى د کومي ډلي يا د چا لخوا وژل شوی دی.

دویچه ویله/ محمد ابراهيم سپيڅلي
کتونکي: عبدالباري حکيم