1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کی د واشنګتن په ستراتیژی کی د بدلون نښانه لیدله کیږي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۹, جمعه

لویديح ديپلوماتان په دی نظر دی چی ولسمشراوباما په خپلی کابینه کی د بدلون راوستلو سره د افغانستان د شخړی د حل لپاره ښایی وروسته له دی دیپلوماسی ته زیات پام واړوی. کابل ته دسفیر په توګه د راین کروکرګمارل لومړی قدم دی

https://p.dw.com/p/116a8
په سپنه ماڼي کی د اوباما د کابینی د بدلون د مراسمو يوه برخه
په سپنه ماڼي کی د اوباما د کابینی د بدلون د مراسمو يوه برخهانځور: AP

څیړونکو او دیپلوماتان وايي چی افغانستان ته د متحده ایالاتو د نوی سفیر ګمارل په افغانستان کی د دغه هیواد د ستراتیژی بدلون په داسی حال کی ښیی چی امریکایی پوځیان د دغه هیواد څخه د وتلو تیاری نیسی.

امریکایی دیپلماتانو له ډیر پخوا څخه د افغانستان او متحده ایالاتو په اړیکو کی د یوی سیاسی خلا څخه سر ټکاوه. خو د متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما په دی موده کی د افغانستان د لانجی پوځي اړخ ته زیات پام اړولی ؤ. هغه په 2009 کال کی یی په دغه هیواد کی د خپلو پوځیانو شمیر لوړ کړ. په 2010 کال کی اوباما افغانستان ته د خپلی پوځی ستراتیژی په ترڅ کی 30000 اضافی امریکایی پوځیان واستول. امریکایی چاروا کی وایی چی دغو سرتیرو په افغانستان کی د میشتو ناټو ځواکونو سره مرسته وکړه او په ډیر شمیر پوځی عملیاتو کی یی ونډه واخیسته چی ډیری لاس ته راوړنی یی درلودی.

د اوباما په امنیتی تیم کی د نویو بدلونونو د یوی برخی په توګه دیوید پیتریوس چی اوس مهال په افغاستان کی د 150000 بهرنیو ځواکونو قوماندان دی، واشنګتن ته ستون شی. دی په افغانستان کی د بغاوت ضد ستراتیژی جوړونکی دی چی د ډیر شمیر امریکایی دیپلوماتانو په اند د ښو پایلی د ورکولو په حال کی ده.

خو په افغانستان کی د امریکا د پوځی پرمختوګونو بر خلاف بیا متحده ایالاتو په دغه هیوا د کی د پام وړ سیاسی او دیپلوماتیکی لاس ته راوړنی نه لری. افغانستان ته د امریکا اوسنی سفیر، کارل ایکن بیری او د افغان ولسمشر، حامد کرزی، اړیکی له ډیری مودی راپه دی خوا خړي پاتی شوی دی.

په کابل کی یو لوړپوړی لويدیځ دیپلومات د رویترز خبری اژانس ته وویل: « تر کومه ځایه چی زه خبر یم، د اوباما په اداره کی دغه بدلونونه د هغه څه چی د امریکا د بهرنیو چا رو وزیره یی وایی، په لور یو ګام ښکاری.» هغه زیا ته کړه:«جنرال دیوید پیتریوس یو ډیر پیاوړی قوماندان دی خو ښایی چی په افغانستان کی یواځی پوځی عملیات کومی پایلی و نه لری.»

د امریکا او کابل اړیکی په ورستیوکی د ملکی تلفاتو په سر خړی شوی. د امریکا د دولت لخوا د کرزی اداری ته د یوی فاسدی اداری لقب ورکول هم یو له هغو لاملونو څخه دی چی د دواړو هیوادونو اړیکی یی خړی کړی.

افغانستان ته د امریکا د سفیر، کارل ایکن بیری، او حامد کرزی اړیکی هغه وخت ډیری خړی شوی چی د ویکیلیکس لخوا په بربنډ شویو اسنادو کی وموندول شوو چی ایکن بیری حامد کرزی ته د یو ضعیف او کمزوری مشر او د ده ورور ته د فاسد او قاچاقبر خطاب کړی وه.

د امریکا او افغانستان د اړیکو خړوالی د هغه وخت څخه پیل شو چی پاکستان او افغانستان ته د امریکا ځانګړی استازی، ریچارد هالبروک، حامد کرزی په ولسمشری ټاکنو کی په درغلی تورن کړ.

همدا زار مارس ګروسمن ګمارل شوی چی د ریچارد هالبروک ځای ډک کړی. دی په افغانستان او پاکستان کی يوه ډیر ستونزمنه دنده مخکی لری چی امریکا سره د دغو دواړو هیوادونو د اړیکو جوړول دی.

په کابل کی یو لویدځ دیپلومات وایی: « کارل ایکن بیری یو دری ستوری لرونکی جنرال او پنځه ستوری لرونکی دیپلومات دی خو لا تر اوسه پوری هم، په افغانستان کی د متحده ایالاتو ستراتیژی پر پوځی عملیات ډیر ټینګار کوی. کیدای شی چی د راین کروکر ګمارل د امریکا په ستراتیژی کی د بدلون یوه نښه وی ځکی چی دی یو دیپلومات دی او ډیره پوځی سابقه نه لری.»

کروکر 58 کاله عمر لری او په عراق، پاکستان، سوریه، کویټ او لبنان کی یی د امریکا د سفیر په توګه دنده تر سره کړی. کارپوهان وایی چی کروکر باید په افغانستان کی د خپلی دندی د پیل وروسته امریکا سره د دغه هیواد په اړیکو کی د ښه بدلون د راوستلو لپاره کار وکړی.

دغه مهم بدلونونه په داسي حال کي منځ ته راځي چي بارک اوباما غواړي د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري او ډير شمير امريکايي عسکر خپل هيواد ته وغواړي. اټکل کیږی چی بهرنی پوځیان به د 2014 کال تر پای د افغانستان څخه په بشپړی توګه ووځی. افغان ځواکونو ته د امنیتی مسولیتونو د سپارلو بهیر په د روان کال په جولا میاشت کی پیل شی. خو ډیر څیړونکی ګواښ کوی چی لا وخته ده چی بهرنی ځواکونه د افغانستان څخه ووځی.

رویترز/مسعود جهش

کتونکی: عبدالباری حکیم