1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: یوازې محکمه د بکارت پردې د معاینې اجازه ورکولی شي

۱۳۹۸ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان حکومت پریکړه کړې چې تر دې وروسته یوازې با صلاحیته محکمه د شکمنو ښځو د بکارت پردې په تړاو د معاینې اجازه ورکولی شي. که څه هم د بشري حقونو کمیسیون دا ګام یو پرمختګ بولي، خو وایي چې دغه معاینه باید بنده شي.

https://p.dw.com/p/3Qt4y
Graffiti Afghanistan
انځور: dapd

په افغانستان کې چې هرکله په یوه قضیه کې یوه نجلۍ ښکیله وي لکه له کور څخه تیښته، چارواکي په سادګۍ سره پریکړه کوي چې د څیړنو په جریان کې دې د نجلۍ د بکارت پردې معاینه وشي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ارزونې ښيې چې دغه معاینه د داسې کسانو او نهادونو له لوري کیږي چې له قضایي نظره په دې برخه کې مسوولیت نه لري او دا د دې سبب کیږي چې د نجونو انساني حقوق تر پښو لاندې شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ارزونو له مخې ډیری ښځې او نجونې چې د افغانستان په زندانونو او توقیف خانو کې وخت تیروي، څو وارې د بکارت پردې د معاینې له پاره په اجباري ډول صحي مراکزو ته بیول شوي دي. د دغې ستونزې په پام کې نیولو سره د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له یو شمیر نورو مدني بنسټونه سره په همکارۍ په دې برخه کې د حکومت له لوري د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په نزدې وختونو کې د افغانستان حکومت پریکړې وکړه چې په هغه صورت کې چې د جرم د اثبات له پاره هیڅ سند او ثبوت موجود نه وي، یوازې با صلاحیته محکمه حق لري چې د تورنو ښځو د بکارت پردې د معاینې په هکله حکم صادر کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم مرستیال سرور دانش، د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې ده راغلي دي چې د قوانینو کمیټې پریکړه وکړه چې «د بکارت پردې معاینه یوازې د باصلاحیته محکمې د حکم له مخې ممکنه ده».

Logo Afghanistan Independent human rights commission
انځور: DW

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویانده لطیفه سلطاني، که څه هم دغه پریکړه پرمختګ بولي، خو وایي چې دغه معاینه طبي او علمي اساس نه لري او باید ودرول شي. هغې په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «دا د پرمختګ پر لور یو ګام دی، خو موږ غوښتنه کوو چې د بکارت معاینه چې کوم علمي او طبي اساس نه لري، باید په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.»

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې د بکارت پردې معاینه د ډیری ښځو او نجونو پر روان باندې ناوړه اغیز لري. د دغه کمیسیون ارزونې ښيې، چې هغه میرمنې چې د بکارت پردې تر معاینې تیرې شوې له رواني لحاظه شکنجه شوې. پر دې سربیره د بکارت پردې معاینه د ښځو پر اجتماعي اړیکو باندې هم منفي اغیز پرې باسې او زیاتره مهال له دغسې مواردو ناوړه استفاده کیږي.

د بکارت پردې مختلف ډولونه؟

د ولادي نسایې برخې ډاکټران وایي چې د بکارت پرده مختلف ډولونه لري. په افغانستان کې د نسایي ولادې متخصصې ډاکټرې تمکین ایوبي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د بکارت پردې علمي او طبي اساس د هغې په مختلفو ډولونو پورې اړه لري، ځکه چې د بکارت څو ډول پردې شته چې د بکارت ځینې پردې وینه نه کوي چې عمده ستونزې جوړوي.»

دغه ډاکټره هم په افغانستان کې د بکارت پردې د جبري معاینې پلوي نه ده او وایې چې د معاینې د اړتیا په صورت کې ډاکټران کولی شي له نورو طریقو کار واخلي او تشخیص یې کړي.

میرمن تمکین وايي چې تر واده وروسته ژوند د ستونزو د مخنیوي په خاطر اوسمهال ډیری نجونې مخکې تر مخه ډاکټرانو ته مراجعه کوي او د بکارت پردې معاینه تر سره کوي. د هغې په خبره هره ورځ لس نجونې یوازې یا له کورنیو سره د بکارت پردې د معاینې له پاره هغه روغتون ته ورځې چې دا په کې کار کوي.

د افغانستان په سخته محافظه پاله ټولنه کې د بکارت پردې لرل د کورنۍ د عزت په توګه شمیرل کیږي او تر قانوني واده دمخه د هغې نه لرل د کورنۍ له پاره یو ننګ ګڼل کیږي. په ځینو مواردو کې دغه ستونزه د کورني تاوتریخوالي، وهلو او ټکولو، طلاق، د واده په شپه د نجلۍ بیرته خپل کور ته لیږلو او آن د ښځې د وژلو سبب ګرځي.