1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان نه بلکه د امريکا له پاره پلوټي کول غواړم»

۱۳۹۵ دی ۴, شنبه

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي افغانې پلوټي نيلوفر رحماني په امریکا کي د پناه غوښتنه کړې. د راپور له مخي نيلوفر رحماني ويلي چي د افغانستان پر ځای غواړي د امريکا له پاره پلوټي وکړي. بشپړ مطلب دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/2UpiE
Afghanistan Armee-Pilotin Niloofar Rahmani
انځور: NATO

د نيويارک ټايمز له خوا د مشهوره سوي افغاني پلوټي نيلوفر رحماني په هکله يو مطلب خپور سوی دی. په دغه مطلب کي راغلي چي نيلوفر رحماني بايد د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۲۲مه) د امريکا په متحده ايالاتو کي د ۱۵ مياشتنۍ کورس څخه وروسته بايد افغانستان ته ستنه سوې وای.

خو دغې افغانې پلوټي خپل ټول معلمان هغه وخت حيران کړل کله چي يې وويل چي غواړي د دې وروسته هم الوتنې وکړي، خو نه د افغانستان تر بيرغ لاندي. نيلوفر رحماني ته بعضو رسنيو د «نړۍ د تر ټولو ښايستې پلوټي» خطاب هم کړی.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي په راپور کي راغلي چي نيلوفر رحماني د امريکا په متحده ايالاتو کي د پناه غوښتنه کړې ده. زياته سوې چي دغه افغانه مېرمنه هيله لري چي د امريکا د متحده ايالاتو په هوايي پوځ کي به پلوټه سي.

د نيويارک ټايمز د راپور له مخي دغې افغانې ښځينه پلوټي د جمعې په په ورځ دغې ورځپاڼي ته وويل: «په افغانستان کي حالت نه بدليږي.» هغې زياته کړې: «بلکه هلته حالات لا د خرابېدو په حال کي دي.»

نيلوفر رحماني په ۲۰۱۵ کال د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په خپله کلنۍ جايزه «زړوره مېرمنه» نازول سوې وه. هغه وخت د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر باراک اوباما د نيلوفر رحماني په هکله ويلي ول چي هغه «د طالبانو او حتی خپلي کورنۍ د ګواښونو باوجوده خپلو الوتنو ته ادامه ورکوي.»

د نيلوفر رحماني له افغانستان څخه په داسي حال کي تښتېدلې چي څو اونۍ تر مخه د انقلاب د وخت يوې افغانې ښځينه پلوټي ويلي ول چي په افغانستان کي فکر کولو ته مجبوره سوې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.04.2015):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.12.2016):

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.06.2015):