1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغاني صنايع په دوبی کي نندارې ته وړاندي کيږي

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

ټاکل سوې دغه نندارتون د روان لمريز کال د وږي له ۲۱ مي څخه تر ۲۳ نيټي پوري د متحده عربي اماراتو په دوبي کي جوړسي. په دغه نړيوال نندارتون کي تر ډيره افغاني غالي او د مرمرو ډبري ننداري ته وړاندي کيږي.

https://p.dw.com/p/11fKV
لاسي صنايع
لاسي صنايعانځور: DW

FBMI تنوير شرکت د دوموتکس يا د منځني ختيځ نړيوال نندارتون د ادارې په همکارۍ افغاني لاسي صنايعو ته په دغه نندارتون کي د ګډون زمينه برابروي.

نندارتون ته د چمتوالي په موخه د يکشنبې په ورځ په کابل کي يو کنفرانس هم جوړ سوی و چي پکښي د افغانستان د سوداګري وزارت چارواکو ترڅنګ د سوداګري او صنايعو خونو چارواکو د تنوير شرکت رييس او يو شمير سوداګرو ګډون درلود.

د FBMI تنوير شرکت اجرايوي رييس ډاکټر احمد فهيم پيرزاد کنفرانس ته په خپله وينا کي وويل چي شرکت يي د دوموتکس يا د منځني ختيځ د نړيوال نندارتون سره يو ځای په پام کي لري چي د نندارتونونو په جوړولو سره د افغانستان توليدي او صادراتي سکتور ته وده ورکړي.

د ښاغلي پيرزاد په خبره افغان توليدونکي او صادرونکي بايد دغه راز فرصتونه له لاسه ورنه کړي ترڅو په دې سره د افغانستان صنايع تر نړيوالو ورورسوي.

د افغانستان د سوداګري او صنايعو خونو مشر محمد قربان حقجو هم ددغه نندارتون جوړيدل د افغانستان د لاسي صنايعو له پاره مهم وباله او زياته يې کړه صادرات د يو هيواد په اقتصادي ودي کي عمده رول لري.

د ښاغلي حقجو په وينا سره له دي چي نړيوالي ټولني له افغانستان سره مرستي کړي خو د يو هيواد اقتصاد هيڅکله د بهرنيو مرستو څخه نه جوړيږي.

حقجو د امنيتي مسؤليت بهير ته په اشاره سره وويل که بهرنيان افغانستان پريږدي، افغانان به څه کوي، ددې له پاره بايد افغان حکومت پر اقتصادي زيربناوو او پراختيايي پروژو کاروکړي.

له بل لوري د سوداګري او صنايعو وزارت سلاکار ضياالدين ضيا په دي باور دی چي په نړۍ کي ډير هيوادونه د افغانستان په څير خو ولس يي په خپلو مټو د خپل هيواد اقتصاد پياوړی کړی چي نن ورځ د نړۍ د شتمنو هيوادونو په کتار کي راځي.

ښاغلي ضيا وويل د صادراتو پرمختيا د بازار په غوښتنه پوري اړه لري، افغاني توليدونکي او صادرونکي بايد د بازار غوښتني او اړتياوي په پام کي ونيسي.

سره له دي چي په روان کال کي د افغانستان د صادراتو د ودي له پاره بيلابيلو سوداګريزو بنسټونو خپلي هلي ځلي کړي خو بيا هم د سوداګري او صنايعو خونو د ورکړل سوو شميرو له مخه د هيواد د صادراتو کچه له ۱۳۸۷ لمريز څخه تراوسه ۱۰ سلنه راټيټه سوې ده.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل